کډوالي

امریکا په قطر کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو ته د بېرته ستنېدو لپاره پیسې ورکوي

انځور له ارشیف څخه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې مرستیال، پاول کپور د کانګرس په یوه نا رسمي ناسته کې ویلي چې دا وزارت هڅه کوي په قطر کې د افغان پناه غوښتونکو پنډغالی (کیمپ) وتړي؛ هغه پناه غوښتونکي چې کلونه کیږي هلته په بې برخلیکه حالت کې شپې او ورځې تېروي.

د نوموړي په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه کمپ کې مېشتو افغانانو ته د پیسو ورکړه پیل کړې ترڅو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو د حقونو مدافعین او یو شمېر ملاتړې بنسټونه دا طرحه د «امریکايي متحدینو سره خیانت» بولي.

اوسمهال له ۱۱۰۰ ډېر کسان د امریکا د پوځ په پخواني کمپ “اسیلیه” یا (کاس) کې ساتل کېږي. دا بهیر له تېر کال راهیسې هغه مهال ټکنی شو چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو افغانانو لېږد بند کړ چې له امریکايي پوځ سره د همکارۍ له امله د طالبانو له غچ اخیستنې وېرېدل.

د بشري حقونو مدافعین وايي، په دې ډله کې ملکي پناه غوښتونکي، هغه ښځینه سرتېرې چې د تېرو ۲۰ کلونو په جګړه کې یې په ځانګړو ځواکونو کې دنده ترسره کړې او د امریکایي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي، چې افغانستان ته په بېرته ستنېدو سره یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېدی شي.

په کانګرس کې د ډیموکرات ګوند غړو هم د حکومت دا طرحه چې د مارچ په پای کې د دې مرکز له تړلو وړاندې پناه غوښتونکو ته د «خپل خوښې اخراج» په بدل کې پیسې ورکوي، په کلکه غندلې ده.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړې، سیدني کاملاګر-داو د چهارشنبې په ورځ دا کار د خپلو افغان متحدینو په حق کې لویه جفا وبلله.

پاول کپور ویلي، تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ کسانو دا پیسې منلي او ستانه شوي، خو دی خبر نه دی چې له هغوی سره په افغانستان کې څه شوي دي.

کپور زیاته کړه: «موږ افغانان په زور نه لېږو، ځینې په خپله خوښه تللي دي. موږ د درېیمګړو هېوادونو سره په خبرو بوخت یو، ځکه په کمپ کې د دوی د تل لپاره ساتل منطقي نه دي.»

که څه هم وزارت په رسمي ډول د پیسو اندازه نه ده ښودلې، خو د “افغان ایوک” بنسټ مشر شان وندیور رویټرز ته ویلي چې اصلي غوښتونکي ته ۴۵۰۰ ډالره او د کورنۍ نورو غړو ته ۱۲۰۰ ډالره ورکول کېږي. نوموړی وايي، دا بېرته تګ په خپله خوښه نه دی، ځکه په قطر کې کارکوونکي پناه غوښتونکو ته وايي چې بله لاره نلرئ او درېیم هېواد ته ستاسو تلل ناڅرګند دي.