د پاکستان دفاع وزیر له روژې وړاندې پر افغانستان د دغه هېواد د احتمالي پوځي اقدام خبر ورکړی دی؛ د هغه په وینا، دا پرېکړه د ټيټيپي د وژونکو بریدونو د دوام له امله ده چې له افغانستان سره تړاو لري.
خواجه محمد آصف ویلي دي: «زما شخصي نظر دا دی چې دا به له روژې میاشتې وړاندې وي؛ روژې ته شاوخوا ۱۰ تر ۱۲ ورځې پاتې دي. البته زه یوازې اټکل کوم او د دقیقو معلوماتو پر بنسټ سپارښتنه نه کوم. خو دا اقدام باید هر څومره ژر چې کېږي، ترسره شي.»
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وايي چې طالبانو د یو شمېر ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه ټيټيپي لپاره د فعالیت مناسب چاپېریال برابر کړی دی.
د دغې شورا د یو تازه راپور پر بنسټ، طالب چارواکو د پاکستان تحریک طالبان ته د عمل آزادي او زیات ملاتړ ورکړی چې په پایله کې یې، په پاکستان کې د ټيټيپي بریدونه زیات شوي دي.
د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې کمېټې راپور همدارنګه ټيټيپي په افغانستان کې تر ټولو لویه فعاله ترهګره ډله اعلان کړې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې یو ځل بیا په تازه ډول زیاتې شوې دي.
