نړۍ

ملګري ملتونه: امریکا مو ۴ ملیارده ډالر پور وړې ده؛ چې کله به یې راکړي؟

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل، دوی انتظار باسي چې معلومه کړي د ټرمپ اداره د هغو نږدې ۴ میلیارده ډالرو پورونو څخه چې پر امریکا پاتې دي، د څومره پيسو د ورکړې نیت لري او دا پیسې به کله ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش تېره اونۍ خبرداری ورکړی و، چې که د دغه سازمان په مالي مقرراتو کې اصلاحات رانه شي او یا ټول ۱۹۳ غړي هېوادونه خپل غړیتوب (حق‌الذمه) ورنکړي، دا نړیوال سازمان به له “نږدې مالي سقوط” سره مخ شي؛ دا هغه پیغام و چې په ښکاره ډول د متحده ایالاتو لور ته متوجه و.

د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي په وینا، امریکا د دغه سازمان عادي عملیاتي بودیجې ته ۲.۱۹۶ میلیارده ډالره پور وړې ده، چې ۷۶۷ میلیونه ډالره یې یوازې د سږ کال برخه ده.

سربېره پر دې، امریکا د ملګرو ملتونو د پراخو سوله ساتو عملیاتو د جلا بودیجې لپاره هم ۱.۸ میلیارده ډالره پوروړې ده، چې دا شمېره به نوره هم لوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ تایید کړه چې د امریکا سفیر “مایک والټز” ویلي، د ټرمپ اداره پلان لري چې په څو اونيو کې د خپلو پورونو یوه د پام وړ لومړنۍ برخه تادیه کړي، خو وروستۍ اندازه یې لا هم تر ټاکل کېدو لاندې ده. د هغه دا څرګندونې لومړی رویټرز راپور کړې وې.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن ډوجاریک د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ګوترش له “څه مودې راهیسې” له والټز سره په اړیکه کې دی او د ملګرو ملتونو مالي کنټرولر هم له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

ډوجاریک وویل: «موږ انتظار باسو چې وګورو دقیقا به کله او څومره پیسې تادیه شي.»

ګوترش تېره اونۍ ټولو غړو هېوادونو ته په یو لیک کې ویلي و چې د ملګرو ملتونو د عادي بودیجې نغدې پیسې ښايي د جولای تر میاشتې پورې خلاصې شي، چې دا به د دغه سازمان پر عملیاتو ډېره ناوړه اغېزه وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ملګرو ملتونو خپله وړتیا نه ده ثابته کړې. د هغه ادارې په ۲۰۲۵ کال کې ملګرو ملتونو ته هیڅ پیسې نه دي ورکړې او له ځینو ادارو لکه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او کلتوري ادارې (UNESCO) څخه وتلې ده، په داسې حال کې چې د لسګونو نورو ادارو بودیجه یې هم بنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د دغه سازمان د عادي بودیجې ۹۵ سلنه پاتې پورونه پر متحده ایالاتو دي. په دې لست کې دویم هېواد وینزویلا دی چې ۳۸ میلیونه ډالره پوروړی دی.

وینزویلا چې د جنوري میاشتې تر پوځي برید او د ولسمشر نیکولاس مادورو تر لیرې کېدو وړاندې یې اقتصاد له ستونزو سره مخ و، د دوه کاله پورونو د نه ورکړې له امله په عمومي اسامبله کې د رایې ورکولو حق له لاسه ورکړی دی.

نږدې ۶۰ هېوادونو خپلې کلنۍ پيسې د فبروري تر ۸مې نېټې پورې تادیه کړې دي.