کډوالي

لیبیا کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوه؛ د دوو ماشومانو په ګډون ۵۳ کسان مړه او لادرکه دي

انځور- ارشیف څخه

د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د لیبیا په ساحلونو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د دوو نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۵۳ کډوال مړه او لادرکه شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، په دغه ربړي کښتۍ کې ټولټال ۵۵ کسان سپاره وو چې د نامعلومو لاملونو له امله په سمندر کې اوښتې ده.

د لومړنیو رپوټونو له مخې، په دغه پېښه کې یوازې دوه تنه ژوندي ژغورل شوي او نور ټول یا مړه شوي او یا یې هم د لادرکۍ له امله د موندلو هڅې روانې دي.

لیبیا له هغو مهمو لارو څخه ده چې افریقایي او اسیایي کډوال ترې اروپا ته د تېښتې هڅه کوي. د سمندر دا لاره چې د “مرکزي مدیترانې” په نوم یادېږي، په نړۍ کې د کډوالو لپاره تر ټولو خطرناکه او مرګونې لاره بلل کېږي.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې، هر کال په زرګونو کسان د ښه ژوند په هیله په دغو زړو او خرابو کښتیو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو بیا هم د کډوالۍ دغه خونړی بهیر نه دی درېدلی.