سویلي آسیا

اسلام‌اباد کې ځانمرګی برید؛ د امنیتي ناکامۍ له امله پر حکومت نیوکې او پراخ اعتراضونه پیل شوي

پاکستاني مطبوعات خبر ورکوي چې پرون د اسلام‌اباد په ترلايي سیمه کې د خدیجة الکبری پر امام بارګاه د جمعې لمانځه پر مهال له خونړي ځانمرګي برید وروسته، چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۱ کسان په کې ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول، په ټول هېواد کې د غوسې او اعتراضونو څپه راپورته شوې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دا برید د بشریت پر وړاندې یو ستر جنایت وباله او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

لومړي وزیر شهباز شریف د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره تر لیدنې وروسته د جدي پلټنو امر وکړ او ویې ویل چې هیڅوک به په هېواد کې د ګډوډۍ خپرولو ته پرې نه ښودل شي.

د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د بلوچستان اعلي وزیر سرفراز بګټي، د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر سهیل اپریدي او د ملي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق هم دا برید په کلکو ټکو وغانده.

د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وویل چې د ترهګرو پر وړاندې به د هیڅ زغم نه لرلو پالیسي په پوره شدت سره دوام ولري.

د جمعیت علماء اسلام (ف) مشرانو مولانا رشید محمود سومرو او مولانا ناصر محمود سومرو او د پاکستان د علماوو شورا مشر علامه طاهر اشرفي دا برید د اسلام او انسانیت ضد عمل وباله.

د پاکستان بار کونسل او د اسلام‌اباد د وکیلانو ټولنې د ماتم ورځ اعلان کړې او د پېښې د رڼو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د دې پېښې په غبرګون کې په کراچۍ کې د مجلس وحدت مسلمین، جعفریه الائنس، د امامیه محصلینو سازمان او شیعه علماوو شورا لخوا مهمې لارې لکه ملیر ۱۵، شاهراه پاکستان، ابوالحسن اصفهاني او نومایش د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وې.

لاریونونه یوازې په لویو ښارونو محدود پاتې نه شول، بلکې په ګلګت، سکردو، هنزه او نګر ولسوالیو کې هم خلک واټونو ته راووتل او د قراقرم لویه لاره یې په ګلمت او ګنیش سیمو کې بنده کړه.

په سکردو کې د یادګار چوک ته په زرګونو خلک راټول شوي وو، چې د بلتستان د امامیه ټولنې مشر آغا سید باقر حسیني په کې د حکومت پر امنیتي ناکامۍ سختې نیوکې وکړې او په بلتستان کې یې درې ورځنی ماتم اعلان کړ.

د ګلګت بلتستان والي سید مهدي شاه او نګران اعلي وزیر یار محمد هم پر برید سختې نیوکې وکړې.

دغه وضعیت ته په کتو په ټول سند ایالت کې په جوماتونو او امام بارګاوو کې امنیتي تدابیر خورا سخت شوي دي ترڅو د نورو پېښو مخه ونیول شي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې د دې برید عاملین په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه رهبري کېږي.

خو بل لور ته، په کابل کې د طالبانو د حکومت ویاندویانو دا تورونه په کلکه رد کړي دي. هغوی په یوې اعلامیه کې وویل چې افغانستان د اسلام‌اباد دا برید یو غیرانساني عمل بولي او غندي یې، خو دا ادعا چې بریدګر له افغانستانه راغلی و، بې‌بنسټه ده.

طالب چارواکو ټینګار کړی چې پاکستان باید د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پر نورو وانچوي او په خپله خاوره کې دننه د خپلو ستونزو حل ولټوي. د هغوی په وینا، د داسې تورونو لګول یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ فضا خرابوي.