اوکراین او روسیې د پنجشنبې په ورځ په ابوظبي کې د امریکا په منځګړیتوب د خبرو دویم پړاو پای ته ورساوه. د دغو خبرو موخه د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې د تر ټولو لویې شخړې پای ته رسول دي. دواړو لوریو د جنګي بندیانو لویه تبادله ترسره کړه او هوکړه یې وکړه چې ډېر ژر به مذاکرات بیا پیل کړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، سټیو ویټکوف وویل چې د امریکا، اوکراین او روسیې پلاوو د ۳۱۴ جنګي بندیانو پر تبادله هوکړه کړې وه چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه. دا په تېرو پنځو میاشتو کې لومړنۍ دا ډول تبادله وه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل چې ځینې خوشې شوي بندیان نږدې څلور کاله په بند کې وو. هغه زیاته کړه چې د خبرو راتلونکی پړاو به ډېر ژر، احتمالاً په متحده ایالاتو کې ترسره شي.
ویټکوف پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي: «بحثونه رغنده وو او پر دې یې تمرکز درلود چې څنګه د یوې تلپاتې سولې لپاره شرایط برابر شي.» هغه زیاته کړه چې دا خبرې ښيي چې دوامداره ډیپلوماټیک تعامل ملموسې پایلې ورکوي.
زلنسکي وویل چې دی لېواله دی دا خبرې د څلور کلنې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي، خو یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې اوکراین باید د واشنګټن په ګډون قوي امنیتي تضمینونه ترلاسه کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې روسیه بیا برید نه کوي.
د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بېسنټ چې په تېرو خبرو کې یې برخه اخیستې وه وویل، پر روسیې د نورو بندیزونو لګول به د خبرو په څرنګوالي پورې اړه ولري.
بېسنټ لا هم پر دې باور دی چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې برید غیرقانوني و او پوتین یو جنګي مجرم دی.
د روسیې استازي، کیریل دیمیتریف وویل چې په خبرو کې پرمختګ او مثبت حرکت شتون لري. هغه دا هم وویل چې له متحده ایالاتو سره د روسیې د اړیکو د بیا رغولو لپاره، په ځانګړې توګه د اقتصاد په برخه کې، کار روان دی.
د روسیې د دفاع وزارت وویل چې روسیې او اوکراین ۱۵۷-۱۵۷ جنګي بندیان سره تبادله کړي دي. د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر لخوا په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې لسګونه اوکرایني سرتېري په داسې حال کې چې ملي بیرغونه یې پر ځان تاو کړي، له بسونو څخه په واوره کې کوزېږي، یو بل غېږ کې نیسي او ځینې یې له خپلو کورنیو سره په ټیلیفون کې د خبرو پر مهال ژاړي.
سره له دې چې د ټرمپ اداره پر کییف او مسکو فشار راوړي ترڅو یوې روغې جوړې ته ورسېږي، خو جګړه لا هم د ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدې لومړۍ کرښې په اوږدو کې په شدت سره روانه ده. د روسیې ځواکونو د خبرو له پیل وړاندې پر اوکراین سخت هوايي بریدونه وکړل.
زلنسکي په خپلو خبرو کې د اوکراین د امنیتي ادارې د “ښو پایلو” یادونه وکړه او په ځانګړې توګه یې د اوکرایني “فلیمینګو” لرې واټن ویشتونکو توغندیو برید ته اشاره وکړه چې د کسپین سمندرګي ته نږدې یې د روسیې د “اوریشنیک” هایپرسونیک توغندیو ازمایښتي ځای ویشتلی دی.
د ختیځ دونیتسک سیمې برخلیک لا هم د خبرو یو له خورا پېچلو مسایلو څخه دی.
مسکو غواړي چې اوکراین خپل ځواکونه له ټولې دغې سیمې وباسي، خو اوکراین وايي چې جګړه باید د اوسنیو لومړیو کرښو په اوږدو کې کنګل شي او د خپلو ځواکونو له یو اړخیزه شاتګ څخه ډډه کوي. کییف همداراز د زاپوریژیا اټومي برېښناکوټ کنټرول غواړي، چې اوس د روسیې په لاس کې دی.
روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره په واک کې لري. تحلیلګران وايي چې روسیې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د اوکراین ۱.۵ سلنه نوره خاوره هم لاندې کړې ده.
