سویلي آسیا

د پښتونخوا او بلوچستان د کانونو پر سر خونړۍ لوبه؛ ولسونه د اته ټریلیون ډالري خزانې قرباني کېږي

انځور- د نیو لاینز انسټیټیوټ

د سي این این د راپور له مخې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې روانې خونړۍ جګړې کې د سیمې د اوسېدونکو وینې د اته ټریلیونه ډالري کانونو او شتمنیو لپاره تویږي.

د پاکستان په سویل لوېدیځ کې د هندوکش د غرونو په زړه کې، فرضي کرښې( ډيورنډ لاین) ته په لس میله نږدې واټن کې د محمد خېلو د مسو یو لوی کان شتون لري چې تېر کال ترې د سلګونو ملیونونو ډالرو په ارزښت ۲۲ زره ټنه مس وایستل شول او چین ته ولېږدول شول.

چین چې د منرالونو او فلزاتو لپاره نه مړېدونکې تنده لري، اوسمهال د دې سیمې پر کانونو واکمن دی، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم دغو سرچینو ته په کلکه سترګې نیولې دي.

په ګاونډي ایالت کې د مسو بل داسې کان شتون لري چې د پاکستان په وینا د محمد خېلو په پرتله لس چنده ډېره ګټه ورکولی شي او دا هغه څه دي چې واشنګټن یې هڅولی ترڅو د کار د پیل لپاره له یو ملیارد ډالرو ډېره پانګونه وکړي.

د اټکل له مخې د پاکستان په خاوره کې د ۸ ټریلیون ډالرو په ارزښت مس، لیتیم، کوبالټ، سره زر او نور نادر منرالونه پټ دي چې د همدې شتمنۍ له امله د ډونلډ ټرمپ او پاکستاني چارواکو ترمنځ یوه ناڅاپي ملګرتیا رامنځته شوې ده.

خو دا ستره خزانه په داسې سیمو کې پرته ده چې له لسیزو راهیسې د سختدریځو ډلو د فعالیتونو مرکز دی او په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا له ګډوډ وتلو وروسته، دغلته د پاتې شویو وسلو له امله ناامني لا پسې خونړۍ شوې ده.

د سي این این یوې خبري ډلې په دغو خطرناکو سیمو کې سلګونه امریکایي وسلې لیدلې چې د نوي نسل وسله والو په لاس کې دي.

د جنوبي وزیرستان په واڼه ښار کې د پاکستاني پوځ یو ډګرمن هغه امریکایي وسلې نندارې ته وړاندې کړې چې د یو ځانمرګي برید له ځای څخه ترلاسه شوې وې او پرې لیکل شوي وو چې دا د امریکا د حکومت ملکیت دی او په جنوبي کارولینا کې جوړې شوې دي.

دا پرمختللې امریکایي وسلې اوس په سیمه کې جګړو ته نوې تودوخه ورکوي او د پاکستان او امریکا لپاره یې د کانونو د ایستلو چاره خورا ستونزمنه کړې ده.

اوسمهال د نړۍ د نادرو منرالونو ۹۰ سلنه تولید او پروسس د چین په لاس کې دی، چې دا د بیجینګ لپاره د امریکا پر وړاندې په سوداګریزه جګړه کې یوه قوي وسله ده.

ډونلډ ټرمپ هڅه کوي دا انحصار مات کړي او له همدې امله یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر سره اړیکې نږدې کړې دي.

پاکستاني چارواکو واشنګټن ته په خپل لومړي سفر کې د دغو منرالونو یوه بېلګه هم له ځان سره وړې وه چې ټرمپ پرې ډېر خوښ شوی و.

په نړۍ کې د ډیجیټل کېدو او برېښنایي کېدو له امله د مسو غوښتنه په بې‌ساري ډول زیاته شوې او اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به دا غوښتنه په کال کې ۵۰ ملیون ټنو ته ورسېږي، چې همدا کمښت امریکا د پاکستان کانونو ته لېواله کړې ده.

د تېر ډسمبر په میاشت کې په پاکستان کې د امریکا لوړپوړي ډیپلوماټ اعلان وکړ چې امریکایي بانک د بلوچستان په ریکو ډیک کې د کانونو د کیندلو لپاره ۱.۲۵ ملیارد ډالره پور تایید کړی دی.

د پاکستان حکومت چې له اقتصادي بحران سره مخ دی، هیله لري چې دا کانونه به یې اقتصاد وژغوري، خو په سیمه کې خونړۍ جګړې د دې خوب مخه نیسي.

په پېښور کې لسګونه ځوان سرتېري په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي چې په نویو جګړو کې ټپیان شوي دي. یو ۳۰ کلن سرتېری الله الدین چې دواړه پښې یې بایللې، وایي چې د دښمن وسلې د دوی تر وسلو ډېرې ښې او توپیر لرونکې وې.

 پخوا به وسله والو له روسي کلاشینکوفونو کار اخیست، خو اوس په امریکایي وسلو، دوربین لرونکو ټوپکونو او د شپې لیدونکو وسایلو سمبال دي، چې له امله یې د شپې لخوا هم په نښه کولو کې مهارت لري.

د پاکستاني پوځ د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په وسله والو بریدونو کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې دا د ۲۰۲۱ کال په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.

پاکستاني چارواکي وایي چې دوی له ۲۰۲۲ کال راهیسې په نږدې هره نښته کې له وسله والو څخه امریکایي وسلې ترلاسه کوي.

ویل کېږي چې دا وسلې یوازې د طالبانو په لاس کې نه دي، بلکې بلوڅ بېلتونپالو ته هم رسېدلې دي، چې هغوی هم په ریکو ډیک او نورو کانونو کې د امریکا او پاکستان د ګټو پر وړاندې جګړه کوي.

امریکایي چارواکي وایي چې په افغانستان کې نږدې ۳۰۰ زره کوچنۍ وسلې او په ملیونونو ډالرو نور پوځي تجهیزات پاتې شوي چې افغانستان یې اوس د وسلو په یو لوی بازار بدل کړی دی.

که څه هم طالبان وایي چې دا وسلې د دوی په واک کې دي، خو د سیمې په کچه د دغو وسلو خپرېدو ټول ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي دي.

واشنګټن او اسلام اباد اوس هڅه کوي چې په ګډه د دغو وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي، خو په پېښور کې ټپي سرتېري لا هم په غوسه دي، ځکه د هغوی په وینا دښمن د هغو وسلو په مټ هغوی مات کړي چې واشنګټن جوړې کړې دي.