منځنی ختیځ

امریکا او ایران له نظامي ګواښونو تر سیاسي ناستې؛ عمان یې کوربه توب کوي

د نړیوالو خبري سرچینو د راپورونو له مخې، تمه ده چې راتلونکې جمعه د عمان په پلازمېنه مسقط کې د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه برخلیک ټاکونکې خبرې اترې وشي.

 د اکسیوس خبري سایټ خبریال باراک راویډ د عربي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د ایران هغه غوښتنه منلې چې غوښتل یې دا مذاکرات له ترکیې څخه عمان ته ولېږدول شي. عمان له پخوا راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو بې‌پرې منځګړي په توګه پېژندل کېږي.

راپورونه ښيي چې اوسمهال دواړه لوري په دې بحث کوي چې ایا د سیمې نور عربي او اسلامي هېوادونه هم په دې ناسته کې ګډون وکړي او که نه.

دا مذاکرات په داسې حال کې تنظیم شوي چې د ایران د اټومي فعالیتونو او پر دغه هېواد د اقتصادي بندیزونو په اړه نوي بحثونه راپورته شوي دي.

دغه ناسته د ټرمپ د نوې ادارې لپاره یو مهم ازموینه ده، ترڅو معلومه کړي چې ایا له تهران سره یوې نوې او جامع هوکړې ته رسېدل امکان لري او که نه. تر اوسه د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو په رسمي ډول د دې ناستې د اجنډا په اړه جزییات نه دي ورکړي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر دې وړاندې دواړو هېوادونو یو بل ته خورا سخت ګواښونه کړي دي. واشنګټن بار بار د ایران پر وړاندې د “نظامي انتخاب” او “اعظمي فشار” خبرې کړي، او بل لور ته تهران هم خبرداری ورکړی و چې د هر ډول برید په غبرګون کې به د امریکا ګټې او په سیمه کې د هغوی متحدین په نښه کړي.

د کتونکو په باور، په عمان کې دا مخامخ خبرې ښایي د دغو توندو ګواښونو د کمولو او د یوې احتمالي ډیپلوماټیکې حل لارې په لور یو مهم ګام وي.