منځنی ختیځ

د رفح دروازه پرانیستل شوه؛ مصر کې بند پاتې فلسطینیان خپلو مېنو ته ستانه شول

انځور- ارشیف څخه

 له اوږد انتظار وروسته، د مصر او غزې ترمنځ د رفح سرحدي دروازه د دوشنبې په ورځ ناوخته د مسافرینو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه. د دغې دروازې په پرانیستل کېدو سره، د هغو فلسطینیانو یوه ۱۲ کسیزه ډله چې له میاشتو راهیسې په مصر کې بند پاتې وه، وتوانېده چې بېرته غزې ته داخله شي.

د راپورونو له مخې، دا لړۍ د دوشنبې په ورځ لومړی د هغو ناروغانو په لېږد پیل شوه چې په غزه کې یې درملنه ناشونې وه او مصر ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.

د شپې په وروستیو ساعتونو کې یو بس چې دولس تنه فلسطینیان پکې سپاره وو، له مصر څخه غزې ته داخل شو. دا هغه کسان وو چې د جګړې په لومړیو کې مصر ته تللي وو او د دروازې د تړل کېدو له امله هلته پاتې وو.

په خان یونس کې د ناصر روغتون په انګړ کې لسګونه کسان د خپلو عزیزانو هرکلي ته ولاړ وو چې د ستنېدونکو په لیدو یې د خوښۍ اوښکې تویولې.

د رفح دروازې پرانیستل د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ ماده ییز پلان په چوکاټ کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د دویم پړاو یوه مهمه برخه ده.

دا دروازه د ۲۰۲۴ کال له مې میاشتې راهیسې، کله چې اسراییلي ځواکونو د هغې کنټرول واخیست، د تګ راتګ پر مخ بنده وه.

د نوي هوکړې له مخې، د اروپايي ټولنې پوله ساتونکي به پر دروازه نظارت کوي، خو د خلکو هویت به د مصر او اسرائیلو له خوا تاییدېږي. لا هم پر دروازه د سوداګریزو توکو پر لېږد بندیز دی او یوازې د محدودو کسانو تګ راتګ ته اجازه ورکول کېږي.

سره له دې چې د دروازې پرانیستل یو مثبت ګام بلل کېږي، خو په غزه کې د اسرائیلو بریدونه لا هم قرباني اخلي.

د ناصر روغتون چارواکو ویلي چې د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو یوې جنګي بېړۍ په خان یونس کې د بې ځایه شویو کسانو پر خیمو برید کړی، چې له امله یې د «ایاد» په نوم یو ۳ کلن ماشوم وژل شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د تېر اکتوبر له ۱۰مې نېټې (د اوربند له پیل) راهیسې تر ۵۲۰ ډېر فلسطینیان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.