ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان له متحده ایالاتو سره د اټومي خبرو اترو د پیل امر کړی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې د هغه امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی که هوکړه ونه شي، “بدې پېښې” به رامنځته شي.
تېره میاشت په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو په وړاندې د ایراني چارواکو له خونړي چلند وروسته، د امریکا ولسمشر د پوځي اقدام ګواښ کړی او منځني ختیځ ته یې د یوې الوتکې وړونکې بېړۍ ډلې د لېږلو امر کړی دی.
ټرمپ که څه هم ویلي چې هیلهمن دی واشنګټن به له ایران سره “یوې پایلې” ته ورسیږي، خو د دوشنبې په ورځ یې یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که هوکړه ونشي، “بدې پېښې به وشي.”
تهران ټینګار کوي چې ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي، خو په ورته وخت کې یې د هر ډول تیري په وړاندې د سخت ځواب ویلو ګواښ هم کړی دی.
د “فارس” خبري اژانس د یوې ناڅرګندې حکومتي سرچینې له قوله ویلي: «ولسمشر پزشکيان د ایران د اټومي پروګرام په اړه له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو د پیلولو امر کړی دی.» دا خبر د “ایران” دولتي ورځپاڼې او “شرق” اصلاح غوښتونکې ورځپاڼې هم خپور کړی دی.
یو عربي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط AFP ته ویلي چې د مصر، قطر، ترکیې او عمان له منځګړیتوب وروسته، احتمال شته چې دا لیدنه د جمعې په ورځ په ترکیه کې ترسره شي.
امریکایي وېبپاڼې “اکسیوس” هم د دوو سرچینو له قوله ویلي چې تمه ده د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په استانبول کې د امریکا له استازي سټیو ویټکوف سره پر یوې احتمالي اټومي هوکړې خبرې وکړي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې د ایران لپاره “وخت په ختمېدو دی” ترڅو پر خپل اټومي پروګرام هوکړې ته ورسیږي. که څه هم لویدیځ په دې باور دی چې ایران د اټومي بم جوړولو هڅه کوي، خو تهران دا تورونه تل رد کړي دي.
عراقچي له CNN سره په مرکه کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ ویلي چې اټومي وسلې نه غواړي، موږ له دې سره بشپړ موافق یو. دا یوه ډېره ښه هوکړه کېدای شي، خو په بدل کې یې موږ د بندیزونو د لرې کېدو تمه لرو.»
په ورته وخت کې، ترکیه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي. د اردن د بهرنیو چارو وزیر، ایمن الصفدي، عراقچي ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د سیمه ییزو شخړو ډګر یا د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام لپاره نه کارول کېږي.
بل خوا، د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي په ګډون نورو چارواکو خبرداری ورکړی چې د امریکا هر ډول برید به “سیمه ییزه جګړه” پیل کړي.
په ایران کې کورني فشارونه هم زیات شوي دي. د اقتصادي ستونزو له امله لاریونونه د جنوري په پیل کې ډېر شدید شول.
ایراني چارواکي وایي په دې ناامنیو کې ۳۱۱۷ کسان وژل شوي، خو د بشري حقونو سازمانونه (HRANA) وایي چې د مړو شمېر ۶۸۵۴ کسانو ته رسیږي چې ډېری یې اعتراض کوونکي دي. د همدې ځپنو په غبرګون کې اروپایي ټولنې او بریتانیا پر ایراني چارواکو نوي بندیزونه لګولي دي.
