د اسټرالیا تېز توپ اچونکی جوش هېزل ووډ به د همسټرینګ او پوندې د ټپونو له امله د ۲۰-اووریز نړیوال جام په لومړیو لوبو کې ونه لوبېږي.
دا د اسټرالیا لپاره په داسې حال کې یو بل لوی ګوزار دی چې تر دې وړاندې یې بل ستوری توپ اچونکی، پاټ کمینز هم د ټپ له امله له ټول ټورنمنټ څخه بهر شوی و.
دا ۳۵ کلن لوبغاړی چې د تېر نومبر راهیسې یې هیڅ لوبه نه ده کړې، په سیډني کې پاتې کېږي ترڅو خپله درملنه بشپړه کړي.
د هغه پر ځای تېز توپ اچونکی شان ایبټ د احتیاطي لوبغاړي په توګه له لوبډلې سره یوځای شوی دی.
د غوراوي کمېټې غړي ټوني ډوډیمایډ ویلي چې هېزل ووډ به وروسته په سریلانکا کې له لوبډلې سره ملګری شي، خو د هغه د بېرته راګرځېدو لپاره کومه کره نېټه نه ده ټاکل شوې. اسټرالیا د فبرورۍ په ۱۱مه خپله لومړۍ لوبه د ایرلنډ پر وړاندې ترسره کوي.
بل خوا، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام ته په پوره چمتووالي سره ښکته کېږي.
افغان اتلان چې په تېرو نړیوالو جامونو کې یې خپله وړتیا ثابته کړې، دا ځل په داسې حال کې په سیالیو کې ګډون کوي چې د هند او سریلانکا په میدانونو کې د لوبېدو ښه تجربه لري.
د افغانستان پیاوړې سپین بالینګ برخه او په منځنیو اوورونو کې د منډو کنټرولول هغه څه دي چې نړيوال کرکټ پوهان یې د دې ټورنمنټ د خطرناکې لوبډلې په توګه یادوي.
تمه کېږي چې افغان لوبډله به یو ځل بیا د سترو لوبډلو پر وړاندې حیرانوونکې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
