سیاست

په مسکو کې د طالبانو د سفیر: یوشمېرهیوادونه شانګهای سازمان ته د افغانستان د بېرته ګرځېدو غوښتونکي دي

انځور- ګل حسن حسن مسکو کې د طالبانو سفیر

په روسیه کې د طالبانو سفیر ادعا کړې چې ډیری هیوادونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د رول د بېرته ژوندي کېدو غوښتونکي دي.

ګل‌حسن حسن چې له “ټاس” خبري اژانس سره یې مرکه کوله، وویل له هغه ځایه چې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي غړي په توګه پاتې شوی، نو طالبان باید د دې سازمان په غونډو کې ګډون ولري.

روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي. طالبان بیا چین او روسیه خپل ستراتیژیک متحدین بولي. خو د بشري حقونو فعالان په پرله پسې ډول خبرداری ورکوي چې چین او روسیه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته له پام پرته، یوازې د خپلو ګټو لپاره له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي.

د “ټاس” راپور په یوه برخه کې په مسکو کې د طالبانو د سفیر له قوله راغلي: “دغه ډیپلوماټ په مسکو کې د افغانستان (طالبانو) د ډیپلوماټیک ماموریت د مشر په توګه په خپله لومړنۍ مرکه کې وویل: هو، افغانستان د شانګهای په سازمان کې یو څارونکی هیواد دی او د همدې موقف له مخې باید په ناستو کې برخه واخلي.”

که څه هم طالبان روسیه او چین خپل ستراتیژیک ملګري بولي او روسیه هم د بشري حقونو کړکېچ ته له کتلو پرته هغوی په رسمیت پېژني، خو سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د روسیې او چین په ګډون یو شمېر هیوادونه د سیمې او نړۍ په کچه د سیاسي سیالیو او امنیتي اندېښنو له امله، له طالبانو سره تعامل ته مجبور شوي دي.

په ورته وخت کې، د ځینو هیوادونو په ځانګړي ډول د سیمې د هیوادونو دا تعامل د بشري حقونو د فعالانو له سختو نیوکو سره مخ دی. دوی ټینګار کوي چې له طالبانو سره تعامل باید د افغانستان د خلکو د هېرولو په بیه تمام نشي.

افغانستان د تېر حکومت په دوران کې د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی و.

دا سازمان په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شوی چې چین او روسیه یې کلیدي غړي دي. بلخوا، د دې سازمان دوه نورو غړو، تاجکستان او پاکستان، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دوامداره توګه د افغانستان له خاورې د پېښېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.