د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام تر پیلېدو وړاندې، نن خپله لومړۍ تدارکاتي لوبه د اسکاټلنډ په وړاندې ترسره کوي.
دا لوبه نن دوشنبه د سلواغې په ۱۳مه، د افغانستان په وخت ماسپښین ۲:۰۰ بجې پیلېږي.
د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ به په رسمي ډول د راتلونکې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) پیل او د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.
دا لوبې د هند او سریلانکا په ګډه کوربه توب ترسره کېږي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۲۰ غوره لوبډلې به پکې برخه واخلي.
د نړیوال جام دغه سیالۍ به د هند په پنځو او د سریلانکا په دریو لویو لوبغالو کې ترسره شي.
افغان لوبډله چې په تېرو سیالیو کې خورا ښه ځلېدلې، د نوي نړیوال جام لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی او دا تدارکاتي لوبه د لوبغاړو د لا پیاوړتیا لپاره مهمه بلل کېږي.
