د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د پاکستاني ځواکونو او بلوڅ وسلهوالو ترمنځ نښتو د دغه ایالت امنیتي وضعیت تر بل هر وخت کړکېچن کړی دی.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په یوه تازه خبري غونډه کې وویل چې په ایالت کې روانه ناامني نوره په سیاسي خبرو نه هوارېږي او یوازې د پوځي ځواب له لارې حل کېدلی شي.
نوموړي ادعا وکړه چې په تېرو ۴۴ ساعتونو کې د ایالت په ۱۲ ښارونو کې د پوځي عملیاتو په پایله کې ۱۴۵ وسلهوال وژل شوي دي.
بګټي تایید کړه چې د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ په ډله ییزو بریدونو کې لږترلږه ۳۱ عام وګړي او ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او د دغه غورځنګ مشران یې تورن کړل چې په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه بریدونه رهبري کوي.
بل لور ته، نړیوالې خبري شبکې «الجزیرې» په خپل مفصل راپور کې د بلوڅو د ازادۍ بښونکي پوځ (بي ایل اې) له لوري د دغو بریدونو مسؤلیت منل تایید کړي دي.
الجزیرې دغه عملیات «جرئتمندانه» بللي او ویلي یې دي چې وسلهوال توانېدلي د ایالت د پلازمېنې کوټې زړه ته ننوځي، امنیتي بنسټونه په نښه کړي او مهمې لویې لارې وتړي.
د الجزیرې په وینا، دغو وسلهوالو چې په نوي ډول تنظیم شوي، په کوټه، ګوادر، مستونګ او نوشکي کې هممهاله بریدونه کړي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په حواله الجزیره لیکي چې په دغو بریدونو کې د لومړي ځل لپاره ښځینه فدایانو هم برخه اخیستې وه چې د پاکستان نظامي بنسټونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
د الجزیرې راپور زیاتوي چې بریدګرو په ملکي جامو کې روغتونونو، ښوونځیو او بازارونو ته نفوذ کړی و او له عامو خلکو یې د «انساني ډال» په توګه کار اخیستی، چې له امله یې مرګژوبله زیاته شوې ده.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په پاکستان کې پر پښتنو او بلوڅو د امنیتي ادارو له لوري د فشارونو او بشري حقونو د نقض راپورونه هم زیات شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او بلوڅ فعالان تور پورې کوي چې امنیتي ادارې په دواړو ایالتونو کې د «ورکولو او وژلو» پالیسي پر مخ وړي او په زرګونه ځوانان په اجباري ډول لادرکه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالاتو دغه بریدونه غندلي او له پاکستان سره یې په دې سختو شرایطو کې د پیوستون اعلان کړی دی.
دا مهال په بلوچستان کې د میاشتو لپاره امنیتي محدودیتونه لګول شوي، لاریونونه منع شوي او د هغو نقابونو پر کارولو هم بندیز لګېدلی چې د اشخاصو پېژندنه ستونزمنوي.
