په کابل کې نن پنجشنبه د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې یو مرکز چې طالبانو ورته «ملي روغتون» ویلي، پرانیستل شو.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي په دغه مراسمو کې وویل چې دغه روغتون د دې وزارت په وړاندیز او د طالبانو د مشر په منظورۍ پرانیستل شوی دی.
نوموړي په دې مراسمو کې ټینګار وکړ چې دغه روغتون به د «ستراتیژیک پلان» له مخې په راتلونکو کلونو کې هېوادوالو ته د «لوړ ظرفیت» لرونکي تخصصي خدمات وړاندې کړي.
د طالبانو د روغتیا وزیر وویل: «موږ پلان لرو چې د هند هېواد په همکارۍ، په دغه ملي روغتون کې د راډیو تراپي (شعاعي درملنې) اسانتیاوې برابرې کړو».
له بلې خوا، هغه زیاته کړه چې دوی په پام کې لري په دغه روغتون کې د تخصص پروګرام پیل کړي ترڅو متخصصین په هېواد کې دننه وروزل شي.
په ورته وخت کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو معین، عبدالولي حقانی ویلي چې په تېرو کلونو کې ناروغان د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي له امله بهرنیو هېوادونو ته تلل، خو اوس دا خدمات په هېواد کې برابر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر پر سرطان اخته ناروغان او د هغوی کورنۍ په هېواد کې د تشخیص او درملنې د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې سرطاني ناروغۍ د هغو ناروغیو ډله ده چې په بدن کې د غیر نورمال حجرو د بې کنټروله ودې او خپرېدو له امله پېژندل کېږي او له ۱۰۰ څخه ډېر ډولونه لري، چې په کې د سینې، سږو، وینې او معدې سرطانونه شامل دي.
دغه ناروغۍ د جنیټیکي یا محیطي فکتورونو له امله د «DNA» د بدلونونو له لارې رامنځته کېږي او ممکن د بدن نورو برخو ته سرایت وکړي. په دې ډول ناروغیو کې د غربالګرۍ له لارې پر وخت تشخیص د بریالۍ درملنې کیلي ده.
د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې، ښيي چې په افغانستان کې هر کال نږدې ۲۰،۰۰۰ کسان د سرطان په بېلابېلو ډولونو اخته کېږي او له دې ډلې ۱۵،۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
