نړۍ

مکسیکو کې پر یوه فوټبال لوبغالي وسله‌وال برید کې ۱۱ تنه ووژل شول

انځور- ارشیف څخه

رویټرز خبر ورکوي چې د مکسیکو په سالامانکا ښار کې وسله‌والو بریدګرو د فوټبال په یوه لوبغالي کې ۱۱ تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه ښار ښاروال، سیزار پریټو، د یکشنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه تایید کړه چې دا پېښه د فوټبال له یوې لوبې وروسته رامنځته شوې ده.

ښاروال پریټو دا برید “د افسوس وړ او بې‌شرمانه” وباله او زیاته یې کړه چې په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي. دغه پېښه د سالامانکا په “لوما ډي فلورس” سیمه کې په داسې حال کې شوې چې خلک د یوې ټولنیزې ناستې لپاره راټول شوي وو. نوموړي دا پېښه په ټولنه کې د اخلاقي او امنیتي نظام د شیندل کېدو یوه نښه وبلله.

ښاروال وویل: «دا پېښه د هغو تاوتریخوالو په دوام ده چې له بده مرغه زموږ په ایالت او په ځانګړې توګه په سالامانکا کې روان دي.

هغه زیاتوي چې جنایتکارې ډلې هڅه کوي چې چارواکي تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو دوی به هیڅکله خپلې دې موخې ته ونه رسیږي.»

د ګواناخواتو ایالت د لوی څارنوال دفتر، چې سالامانکا په کې موقعیت لري، ویلي چې د پېښې په اړه یې جدي پلټنې پیل کړې دي. دغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښاروالۍ، ایالتي او فدرالي چارواکو سره په همغږۍ هڅه کوي چې په سیمه کې امنیت ټینګ او د دې پېښې عاملین پيدا کړي.

ښاروال ډاډ ورکړی چې بریدګر به ژر تر ژره ونیول شي او قانون ته به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې ګواناخواتو د مکسیکو یو له تر ټولو خطرناکو ایالتونو څخه شمیرل کیږي چې د نشه‌يي توکو د قاچاق وړونکو ډلو د جګړو مرکز دی.