سویلي آسیا

خیبر پښتونخوا کې ځانمرګی برید کې ۵ تنه ووژل شول

انځور- له ارشیف څخه

 د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د سولې کمېټې د یوه سیمه ییز مشر پر کور ځانمرګي برید لږترلږه ۵ تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر، سجاد احمد صاحبزاده ویلي چې دا برید د جمعې په شپه د سولې کمېټې د مشر، نور عالم محسود په کور کې د واده پر مراسمو شوی دی.

د رپوټونو له مخې، چاودنه د نڅا او خوښۍ پر مهال شوې چې له امله یې د خونې چت رالوېدلی او یو شمېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

د ژغورنې ادارې (Rescue 1122) ویاند بلال احمد فیضي تایید کړې چې تر اوسه ۵ مړي او ۱۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. دا برید په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په بنو او نورو سیمو کې هم د سولې کمېټې غړي په نښه شوي دي.