منځنی ختیځ

فرانسوي او هالنډي هوايي شرکتونو منځني ختیځ ته الوتنې بندې کړې

انځور- ارشیف څخه

 په منځني ختیځ کې د ترینګلي سیاسي وضعیت او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي جګړې له امله، لږترلږه دوو لویو اروپايي هوايي شرکتونو سیمې ته خپلې الوتنې وځنډولې.

د فرانسې ملي هوايي شرکت «ایرفرانس» او د هالنډ «کې ایل ایم» اعلان کړی چې د امنیتي اندېښنو له امله به تر نامعلومې نېټې دوبۍ او نورو ښارونو ته الوتنې ونه کړي.

(ایرفرانس) په خپله رسمي اعلامیه کې ویلي چې د منځني ختیځ د اوسني جیوپولیټیک وضعیت له امله یې پرېکړه کړې چې دوبۍ ته خپل خدمات په لنډمهاله ډول ودروي.

دغه شرکت زیاته کړې چې دوی په دوامداره توګه د سیمې امنیتي حالات څاري ترڅو د خپلو مسافرو او عملې بشپړ خوندیتوب یقیني کړي.

بل لور ته، هالنډي هوايي شرکت «کې ایل ایم» نه یوازې دوبۍ، بلکې تل ابیب، دمام او ریاض ته هم الوتنې بندې کړي دي. دغه شرکت ویلي چې د دوی الوتکې به د ایران، عراق، اسرائیل او نورو خلیجي هېوادونو له فضا څخه هم تېرې نه شي.

دا پرېکړې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې یو ستر سمندري ځواک د ایران په لور په حرکت کې دی.

ټرمپ که څه هم د خبرو اترو احتمال رد نه کړ، خو ټینګار یې وکړ چې د ایران وضعیت له نږدې څاري او د هر ډول احتمالي اقدام لپاره چمتووالی نیسي.

په ایران کې د وروستیو لاریونونو له ځپلو وروسته، د واشنګټن او تهران ترمنځ لفظي شخړو او پوځي چمتووالي نړیوال شرکتونه اندېښمن کړي، چې له امله یې د سیمې هوايي تګ‌راتګ په ټپه درېدلی دی.