لویدیځه اسیا

کرملین: د اوکراین د قضیې حل د خاورې پر سر هوکړې پورې تړلی دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له استازو سره په یوه اوږده شپنۍ ناسته کې د اوکراین د جګړې پر حل خبرې وکړې. کرملین ټینګار کړی چې د هر ډول سولې تړون لپاره باید لومړی د ځمکنیو سیمو (خاورې) موضوع حل شي.

د کرملین دا غونډه چې د جمعې تر سهاره پورې یې دوام وکړ، په داسې حال کې وشوه چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر خپلو اروپايي متحدینو سختې نیوکې وکړې او هغوی یې د روسیې د نږدې څلور کلن تېري په وړاندې په سست غبرګون تورن کړل.

د کرملین د بهرنیو چارو سلاکار، یوري اوشاکوف، چې د ټرمپ له استازو سټیو ویټکوف او جارېد کوشنر سره په ناسته کې موجود و، خبریالانو ته وویل: «دا یو ځل بیا تایید شوه چې د سیمې د موضوع له حل پرته د تلپاتې سولې تمه نشي کېدای.»

دا د مسکو هغه غوښتنې ته اشاره ده چې له کییف څخه غواړي خپل ځواکونه له هغو ختیځو سیمو وباسي چې روسیې له ځان سره یوځای کړې دي.

بل خوا، زیلینسکي په داووس کې له ټرمپ سره له کتنې وروسته وویل چې د ختیځو سیمو برخلیک لا نه دی روښانه، خو د سولې وړاندیزونه “نږدې چمتو” دي.

په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې د روسیې اوکراین او امریکا استازي به د جمعې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د امنیتي مسایلو او سولې د احتمالي تړون په اړه خبرې پیل کړي.

پوتین همداراز د ټرمپ استازو ته وړاندیز کړی چې په امریکا کې د روسیې له کنګل شویو شتمنیو څخه یو ملیارد ډالر په غزه کې د بیارغونې لپاره د سولې یوه ځانګړي بورډ ته ورکړي چې ډونالډ ټرمپ د دغه وړاندیز هرکلی کړی دی.

د جګړې په ډګر کې روسیه د اوکراین ۲۰ سلنه خاوره په واک کې لري خو اوکراین له سخت مالي کمښت او د سرتېرو له تېښتې سره مخ دی چې د راپورونو له مخې تر اوسه ۲۰۰ زره سرتېري له جنګي لیکو وتلي دي.

زیلینسکي په خپله وروستۍ وینا کې اروپا ورکه بللې او ویلي یې دي چې اروپایي هېوادونه د روسیې د تېلو د هغو ټانکرونو په مخنیوي کې پاتې راغلي چې نړیوال بندیزونه ماتوي.

ټاکل شوې چې په ابوظبۍ کې نننۍ خبرې د روسیې د نظامي استخباراتو د مشر اډمیرل ایګور کوسټیوکوف په مشرۍ ترسره شي ترڅو د جګړې د ختمولو لپاره یوې عملي پایلې ته ورسېږي.