د اسلامي نړۍ ټولنې (ایم ډبلیو ایل) عمومي منشي ډاکټر محمد العیسی د سویس په داوس ښار کې د اقتصاد نړیوالې ټولنې (ډبلیو اي ايف) په کلنۍ ناسته کې د وینا پر مهال پر مذهبي مشرانو غږ وکړ، چې د کرکې او افراطیت پر وړاندې خپل «اخلاقي مسوولیت» ادا کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په پیل کې ټینګار وکړ چې په اوسنۍ نړۍ کې د سولې د ټینګښت او د جګړو د مخنیوي لپاره د مذهبونو ترمنځ ریښتینی ډیالوګ له بل هر وخت ډېر اړین دی او مذهبي مشران باید د هغو بیانیو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي چې د دین په سپېڅلي نوم د جګړې لمبې تازه کوي.
هغه په خورا صراحت وویل چې مذهبي مشران باید هغه کسان افشا کړي چې مذهبي نصوص د خپلو سیاسي اهدافو او ناحقه جګړو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي، ځکه د هغه په وینا، د نورو انسانانو توهین او هغوی ته د انسان په سترګه نه کتل، هغه لومړی ګام دی چې بشریت د سترو انساني غمیزو په لور بیايي.
ډاکټر العیسی د خپلو خبرو په دوام کې د فلسطین د قضیې د سوله ییز حل په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د هڅو ستاینه وکړه او د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ یې د «دوه دولتونو» پر حللاره ټینګار وکړ، چیرته چې اسرائیل او فلسطین یو د بل تر څنګ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
نوموړي په دې برخه کې پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د نیواک، د ناقانونه ښارګوټو جوړولو او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د هغو پرېکړه لیکونو ملاتړ یې وکړ چې تېر سپټمبر کې د سعودي عربستان او فرانسې په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د ۱۴۲ هېوادونو په تایید تصویب شول.
هغه دا پرېکړه لیکونه د فلسطین د حقه حقونو او د پناه غوښتونکو د ستونزو د حل لپاره یو بنسټیز ګام وباله.
د اسلامي نړۍ ټولنې مشر د خپلو خبرو پای کې مذهبي مشران وهڅول چې هیڅکله باید حقیقت د قدرت او شخصي ګټو قرباني نکړي او په خورا پیاوړو الفاظو یې وویل چې د بې عدالتۍ او ظلم په وړاندې چوپتیا بې طرفي نه، بلکې په جرم کې شریکېدل دي.
هغه زیاته کړه چې مذهبي مشران باید د عدالت او پخلاینې په لاره کې د ګډو انساني ارزښتونو پر بنسټ پاخه پلونه جوړ کړي ترڅو د راتلونکو نسلونو لپاره سوله ییز ژوند تضمین شي.
په دې غونډه کې د اروپايي ربیانو (یهودي عالمانو) د کنفرانس مشر، پینخاس ګولډ شمیت هم ګډون درلود، چې د ډاکټر العیسی د خبرو په تایید یې وویل چې د بل لوري سپکاوی او ترې د انسانیت صفت اخیستل د ټولو ادیانو له لارښوونو سره په ټکر کې دي او دین باید هیڅکله د جګړې او کرکې د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
