ورزش

د هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د تانزانیا پر وړاندې لوبیږي

انځورـ د تانزانیا سره د لوبې پیل

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د تانزانیا پر وړاندې لوبېږي.

دا لوبه نن چهارشنبه، د سلواغې په لومړۍ نېټه، د کابل په وخت غرمه پوره ۱۲ بجې پیل شوې ده.

د لوبې پچه (ټاس) د تانزانیا ۱۹ کلنې لوبډلې ګټلې او د افغانستان پر وړاندې یې لومړی د منډو جوړولو یا توپ وهنې (بېټینګ) پرېکړه کړې ده.

افغان ځوانانو په خپله تېره لوبه کې د ویسټ انډیز پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د یادولو ده چې دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره کېږي او ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو درېیمه لوبه راتلونکې پنجشنبه ترسره شي.