العربیه راپور ورکړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړ چې که تهران د ده په ترور کې بریالی شي، نو امریکا به دا هېواد “د ځمکې له مخې ورک” کړي.
دواړو هېوادونو، ایران او امریکا، په خپلمنځي ناندریو کې یو بل ته د پراخو جګړو ګواښونه کړي او ویلي یې دي چې که د دواړو لورو د مشرانو د ترور هڅه وشي، پایله به یې خونړۍ وي.
ټرمپ د “نیوز نیشن” تلویزیون سره په مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، د ده پر ژوند د ایران د ګواښونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ما ډېره کلکه لارښوونه کړې؛ که هر څه پېښ شول، دوی به د ځمکې له مخې محوه کړي.»
له دې وړاندې، د ایران د رهبر ایت الله علي خامنهیي پر وړاندې د هر ډول ګواښ په غبرګون کې، ایراني جنرال ابوالفضل شکاچي ویلي و، ټرمپ لا دمخه پوهېږي چې که وضعیت بدل شي، تهران به لاس تر زنې کښېنني.
شکاچي دولتي رسنیو ته وویل: «ټرمپ پوهېږي که زموږ د رهبر پر لور د تېري لاس اوږد شي، موږ به نه یوازې دا لاس پرې کړو (او دا یوازې شعار نه دی)، بلکې د هغوی نړۍ ته به اور واچوو او په سیمه کې به ورته هیڅ خوندي ځای پرېنږدو.»
ټرمپ یو کال وړاندې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو لږ وروسته هم ورته ګواښ کړی و او ویلي یې وو: «که هغوی دا کار وکړي، محوه به شي.»
دا ناندرۍ په داسې حال کې زیاتېږي چې ایران لا هم د ۱۹۷۹ کال له اسلامي اوښتون وروسته د تر ټولو لویو حکومت ضد لاریونونو له امله له رامنځته شوي تاوتریخوالي تر اغېز لاندې دی.
د بشري حقونو سازمانونه هڅه کوي په دغو لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړي.
د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (HRANA) تر ۴۰۰۰ ډېرې مړینې تایید کړي دي. په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان (IHR) ویلي چې د اړیکو د محدودیتونو له امله د مړو شمېر په دقیق ډول نه تاییدېږي، خو ځینې سرچینې ښيي چې ښايي دا شمېر تر ۲۰ زرو کسانو هم واوړي.
په ایران کې دا پراخ لاریونونه په تېره ډسمبر میاشت کې د سختو اقتصادي ستونزو او د ایراني اسعارو د ارزښت د لوېدو له امله پیل شول.
