د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د څار او پلټنې آمریت د خوراکي بنسټونو د څار ټیم د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې له یوه سوداګریز شرکت څخه نږدې ۴۹۰ کیلوګرامه تاريخ تېري او بېکیفیته خوراکي توکي راټول او ضبط کړل.
طالب چارواکو ویلي چې دغه توکي د کیفیت د نشتوالي او د مصرف د نېټې د پای ته رسېدو له امله د کارونې وړ نه وو او د له منځه وړلو په موخه عمومي سټاک ته ولېږدول شول.
د یادې څارنې پر مهال د روغتیايي چارو متخصصینو د شرکت مسؤلینو ته د خوراکي توکو د ساتنې د نویو معیارونو، د حفظ الصحې د اصولو او د لمر له مستقیمو وړانګو څخه د موادو د خوندي ساتلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه په ګدامونو کې د “ایف ای ایف او” اصولو پر مراعتولو ټینګار وشو، ترڅو هغه توکي چې نېټه یې نږدې وي، لومړی بازار ته وړاندې شي او له ضایع کېدو یې مخنیوی وشي.
په ننګرهار ګې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا ریاست وايي چې دا ډول څارنې به په دوامداره توګه د جلال اباد ښار په ټولو ناحیو او ولسوالیو کې روانې وي، ترڅو په بازارونو کې د بېکیفیته او تاریخ تېرو توکو د پلور مخه ونیول شي.
دوی له هټۍوالو او د شرکتونو له خاوندانو غوښتي چې د ولس د روغتیا خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د هغو توکو له پلورلو ډډه وکړي چې د انسان ژوند ته خطر پېښوي.
ځايي اوسېدونکي د روغتیايي ټیمونو دغه اقدام ستايي او غوښتنه کوي چې د بیو د کنټرول ترڅنګ دې د توکو کیفیت ته هم جدي پاملرنه وشي.
د دوی په وینا، ډېری وخت په ګدامونو کې د ناسمې ساتنې له امله خوراکي توکي خپل کیفیت له لاسه ورکوي او بیا په خلکو پلورل کېږي، چې دا چاره په ټولنه کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځي.
