منځنی ختیځ

اسرائیل: په غزه کې ترکي او قطري سرتېرو ته ځای نشته

انځور- له ارشیف څخه

العربیه راپور ورکوي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ اعلان کړه چې له جګړې وروسته غزه کې به ترکي او قطري سرتېرو ته هیڅ ځای نه وي. هغه یو ځل بیا د غزې لپاره د امریکا تر ملاتړ لاندې د مشورتي بورډ د غړو له جوړښت سره خپله مخالفت څرګند کړ.

د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ ماده ییز پلان په چوکاټ کې، سپینې ماڼۍ تېره اونۍ د «سولې بورډ» اعلان وکړ چې مشري یې پخپله ټرمپ کوي.

په دې پلان کې د فلسطین د تخنیکي متخصصینو (تکنوکراتانو) یوه کمېټه شامله ده چې د غزې اداره به پر غاړه اخلي، او تر څنګ یې یو بل «د غزې اجرایوي بورډ» هم شته چې مشورتي رول لري.

نتنیاهو په پارلمان کې وویل: «موږ په غزه کې د ټرمپ د پلان د دویم پړاو په درشل کې یو. دویم پړاو یوه ساده مانا لري: حماس به بې وسلې کېږي او غزه به په بشپړ ډول غیر نظامي کېږي.» هغه زیاته کړه: «په غزه کې به هیڅ ترکي یا قطري سرتېری نه وي.»

دا څرګندونې د «نړیوال ثبات ځواک» (ISF) ته اشاره وه چې د ټرمپ په پلان کې یې وړاندیز شوی دی. که څه هم لا څرګنده نه ده چې دا ځواک به له کومو هېوادونو جوړ وي، خو دنده به یې په غزه کې د امنیت ټینګښت او د حماس پر ځای د نوي پولیس ځواک روزل وي. تېره جمعه ټرمپ امریکایي تورن جنرال جاسپر جیفرز د دغه ځواک د مشر په توګه وټاکه.

نتنیاهو وویل: «موږ له خپلو امریکایي ملګرو سره د هغې مشورتي شورا د غړو پر سر اختلاف لرو چې په غزه کې به چارې پر مخ وړي.»

د نتنیاهو دفتر تېره شنبه د «غزې اجرایوي بورډ» کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان او د قطر د ډیپلومات، علي الثوادي پر شتون اعتراض کړی و.

که څه هم د دې اعتراض رسمي لامل نه دی ویل شوی، خو له کله چې په ۲۰۲۳ کال کې جګړه پیل شوې، د اسرائیل او ترکیې اړیکې سختې خرابې شوې دي. د نتنیاهو دفتر خپل د بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې چې په دې اړه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره اړیکه ونیسي.