د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په کابل کې د جاپان د سفارت د شارژدافیر، کینیچي ماساموتو، له قوله ویلي چې دغه هېواد د کډوالو په ګډون په ځینو بشردوستانه برخو کې ۱۹.۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا موضوع د جاپان سفارت شارژدافیر د کډوالو چارو له وزیر عبدالکبیر سره په لیدنه کې بیان کړې ده.
همدارنګه، د جاپان شارژدافیر په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسې تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو د بنسټونو له لارې له افغانستان سره شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جاپان سفارت استازي ویلي، هېواد یې د کورنیو چارو کې د نه مداخلې اصل ته په کتو له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
په کابل کې د جاپان سفارت تر اوسه د دې لیدنې او مرستې د ژمنې په اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر په دې لیدنه کې له جاپان او نړیوالې ټولنې غوښتي چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کار موندنې پروژې پلې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو نږدې دوو کلونو کې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د ویستلو د ډېرېدو شاهد دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته رستانه شوي دي. دغه سازمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د کډوالو پراخ ستنېدل د افغانستان پر محدودو سرچینو او مرستندویه ظرفیتونو سخت فشار راوړي.
