سویلي آسیا

د کراچۍ په ګل پلازا کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۱۱ ته لوړ شو؛ ۷۰ تنه لادرکه دي

انځور- ټولنیزو رسنیو څخه ګل پلازا

د پاکستان د کراچۍ ښار په مشهور سوداګریز مرکز «ګل پلازا» کې د شنبې د شپې په خونړۍ اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد. دا شمیر وروسته له هغه لوړشو چې نن دوشنبه د ژغورنې ډلو د ویجاړ شوي مارکېټ له منځه ۵ نور جسدونه هم راویستل.

دغه اور چې د «ایم اې جناح» پر سړک په دغه لوی پلورنځي کې لګېدلی و، له ۲۴ ساعتونو زیات دوام وکړ او بالاخره د یکشنبې په ورځ کنټرول شو.

د پولیسو چارواکي وايي که څه هم د اور وژنې چارې پای ته رسېدلي، خو اوس د ملبې د لیرې کولو او د تودوخې د کمولو عملیات روان دي.

په سیمه کې پولیسو او  د روغتون سرچینو تایید کړې چې تر اوسه ۱۱ جسدونه ترلاسه شوي، خو وېره شته چې دا شمېره نوره هم لوړه شي.

د سیند والي کامران ټیسوري نن له سیمې څخه د لیدنې پر مهال وویل چې شاوخوا ۷۰ کسان لا هم لادرکه دي. هغه دا پېښه یوه «ملي غمیزه» وبلله او په ځانګړي ډول یې په مارکېټ کې د یوې امید وارې مېرمنې د ګیر پاتې کېدو په اړه ژوره اندېښنه وښوده.

که څه هم لومړنۍ نښې د برېښنا شارټي ښودل شوې، خو رسمي سرچینې وايي تر بشپړو څېړنو وړاندې د اور د لګېدو دقیق علت نشي تاییدولی.

والي ټیسوري ژمنه وکړه چې له اغېزمنو سوداګرو سره به تر هغو ولاړ وي چې ټول زیانونه یې جبران شي. نوموړي د مارکېټ د بیارغونې لپاره د ښار له سترو انجنیرانو او ودانیزو شرکتونو سره هم خبرې کړې دي.

د سیند حکومت د ورکو شویو کسانو په اړه د معلوماتو شریکولو لپاره د مرستې ځانګړي ټیلیفوني نمبرونه (۰۳۱۳۵۰۴۸۰۴۸) هم اعلان کړي دي.