روېټرز راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د سټاک (سهامو) راتلونکې معاملې وروسته له هغه کمې شوې چې ټرمپ ګواښ وکړ تر هغه چې امریکا ته د ګرینلنډ د پېرلو اجازه ورنکړل شي، پر اتو اروپایي هېوادونو به اضافي تعرفې ولګوي، او د ډالر ارزښت یې د ین او سویس فرانک په وړاندې چې د خوندي شتمنیو په توګه پېژندل کېږي، راټیټ کړی دی.
په ورته وخت کې طلا او سپین زر دواړه خپلې تر ټولو لوړې بیې ته ورسېدل، په داسې حال کې چې تېل د هغو اندېښنو له امله چې د متحده ایالاتو او اروپا ترمنځ یوه بشپړه سوداګریزه جګړه د نړیوالې ودې او تقاضا لپاره څه معنی درلودلی شي، راکم شول.
د متحده ایالاتو د سټاک او پورونو (د پورونو ورقې) په بازارونو کې د رخصتۍ معاملې پیکه کړې دي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه به د ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسې، جرمني، هالینډ، فنلنډ او بریتانیا پر کالیو ۱۰ سلنه اضافي وارداتي تعرفې ولګوي او د توافق ته د نه رسېدو په صورت کې به د جون په لومړۍ نېټه ۲۵ سلنې ته لوړې شي.
د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو د ګرینلنډ پر سر د تعرفو ګواښونه د باجګیرۍ په توګه وغندل او فرانسې وړاندیز کړی چې د یو لړ اقتصادي متقابلو اقداماتو سره چې مخکې نه وو ازمویل شوي، ځواب ورکړي.
