کډوالي

افغان خبریال عبدالرحمن منګل د پاکستان د پولیسو لخوا ونیول شو

په پاکستان کې باوري سرچینو تایید کړې چې د دغه هېواد پولیسو افغان خبریال عبدالرحمان منګل په نښه کړی او هغه یې نیولی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د خبریالانو او مدني فعالانو د نیولو او ځورولو لړۍ په بې ساري ډول زیاته شوې ده.

عبدالرحمان منګل یو له هغو لسګونو افغان خبریالانو څخه دی چې په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته، د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته پناه وړې وه او هلته د درېیم هېواد ته د تللو په تمه و.

تر اوسه د پاکستان امنیتي چارواکو په رسمي ډول د هغه د نیولو لامل نه دی روښانه کړی، خو ډېری وخت افغان کډوال د ویزو د نېټې د پای ته رسېدو او یا د قانوني اسنادو د نشتوالي په پلمه نیول کېږي.

دا نیونه د خبریالانو د خوندیتوب سازمانونو او د بشري حقونو د فعالانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي. دوی وایي چې په پاکستان کې افغان خبریالان له دوه ګوني فشار سره مخ دي؛ له یوې خوا د پاکستاني پولیسو لخوا د نیول کېدو او په جبري ډول افغانستان ته د ستنولو وېره شته او له بلې خوا د استوګنې او کار کولو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته لېږلو لړۍ چټکه شوې، چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو لخوا یې هم په اړه غبرګونونه ښودل شوي دي. دوی له پاکستان څخه غواړي چې د هغو کډوالو او خبریالانو ژوند په خطر کې وا نه چوي چې ژوند ته یې په خپل هېواد کې جدي ګواښونه متوجه دي.