اې پی خبر ورکوي چې ایران د متحده ایالاتو سره د پوځي او سیاسي ترینګلتیا له امله خپله هوایي فضا د څو ساعتونو لپاره د سوداګریزو او ملکي الوتنو پر مخ وتړله، دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو او د حکومت لخوا د هغو د ځپلو په غبرګون کې نړیوال فشارونه او د امریکا احتمالي پوځي ګواښونه اوج ته رسېدلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه حساس وضعیت په اړه ویلي، چې له خپلو “ډېرو مهمو سرچینو” یې معلومات ترلاسه کړي چې په ایران کې د نیول شویو اعتراض کوونکو د اعدام لړۍ درول شوې ده.
کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا د دغه پرمختګ سره پر ایران د پوځي برید انتخاب له مېزه لیرې شوی، نو هغه په ځواب کې وویل چې نه، دوی به لا هم په ډېر دقت سره د ایران د حکومت کړنې او روانه پروسه وڅاري.
په پلازمېنه تهران کې وضعیت لا هم کړکېچن دی او پرون د چهارشنبې په ورځ د حکومت پلوو سختدریځو یوې ډلې د بریتانیا د سفارت مخې ته لاریون وکړ، چې د امنیت ساتلو لپاره یې ګڼ شمېر پولیس ګمارل شوي وو.
په ورته وخت کې د هغو ایراني امنیتي سرتېرو د جنازې مراسم هم ترسره شول چې د وروستیو پاڅونونو په ترڅ کې وژل شوي دي، چې په کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تصویرونه وېشل کېدل او حکومتي پلویانو په کې د اعتراضونو د ځپلو ملاتړ کاوه.
بلخوا د ایران د حکومت پر ضد د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لاریونونه دوام لري، چې تازه یې د جرمني په برلین او د اسرائیلو په هولون ښارونو کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي وو.
په دغو لاریونونو کې چې د ایران د اعتراض کوونکو په ملاتړ تنظیم شوي وو، مظاهره چیانو د ایران د مذهبي مشر انځورونه وسوځول او د ایران په سیاسي نظام کې یې د بنسټیزو بدلونونو غوښتنه کوله.
