د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي په دغه هېواد کې د حکومت ضد پراخو اعتراضونو په غبرګون کې ویلي چې د دوی حکومت د نیول شویو اعتراض کوونکو د اعدامولو یا ځړولو هیڅ ډول پلان نه لري.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې له جګړې څخه ډيپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي او د تېر په څېر نظامي تېروتنې تکرار نه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له فاکس نیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی چې د اعتراض کوونکو ځړول په بشپړ ډول له اجنډا بهر دي او د ایران حکومت په دې اړه هیڅ فکر نه کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، که ایران د اعتراض کوونکو په اعدامولو پیل وکړ، نو متحده ایالات به “خورا سخت اقدام” وکړي. ټرمپ ویلي و چې که د اعدامونو لړۍ پیل شي، نو ایران به د سختو پایلو شاهد وي.
له بل پلوه، ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، ده ته داسې معلومات رسېدلي چې په ایران کې د اعتراض کوونکو د ځپلو او وژلو کچه په کمېدو ده او په باور یې اوس مهال د پراخو اعدامونو لپاره کوم پلان نشته.
ټرمپ دا مهال په ایران کې د رامنځته شوي وضعیت په وړاندې د احتمالي غبرګون پر بېلابېلو لارو غور کوي، چېرته چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې د مذهبي واکمنۍ پر ضد تر ټولو لوی اعتراضونه روان دي.
عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ته په خپل پیغام کې وویل: “هغه تېروتنه مه تکراروئ چې په جون میاشت کې مو کړې وه”.
هغه زیاته کړه چې د جګړې او ډیپلوماسۍ ترمنځ، ډیپلوماسي ډېره غوره لاره ده، که څه هم ایران له متحده ایالاتو څخه کومه مثبته تجربه نه لري.
د یادونې وړ ده چې تېر کال ایران له اسراییلو سره ۱۲ ورځنۍ جګړه درلوده او د تېر جون په میاشت کې یې اټومي تاسیسات د امریکايي ځواکونو لخوا بمبار شوي وو.
د بشري حقونو د ټولنو د راپورونو له مخې، دا اعتراضونه چې له سختو اقتصادي ستونزو پیل شوي وو، اوس د اوسني نظام د نسکورېدو تر کچې رسېدلي دي.
د بشري حقونو ډلې (هرانا) تایید کړې چې په دغو نښتو کې تر اوسه ۲۴۰۳ اعتراض کوونکي او ۱۴۷ حکومتي منسوبین وژل شوي او له ۱۸ زرو څخه ډېر کسان نیول شوي دي.
د ایران حکومت بیا بهرني دښمنان او بندیزونه د دې ګډوډۍ اصلي لامل بولي.
