منځنی ختیځ

ایران د ټرمپ د احتمالي برید په غبرګون کې د غچ اخیستنې خبرداری ورکړ

انځور- ارشیف

وروسته له هغه چې یوه جګپوړي ایراني چارواکي وویل، تهران خپلو ګاونډیو ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن پر دوی برید وکړي، دوی به پر امریکایي اډو بریدونه وکړي؛ متحده ایالاتو له منځني ختیځ څخه د خپلو ځینو منسوبینو ایستل پیل کړي دي.

دمګړۍ د ایران مشرتابه هڅه کوي هغه کورنۍ ناارامۍ مهار کړي چې د اسلامي جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو سختې بلل شوي دي.

په ورته وخت کې تهران هڅه کوي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو پرله پسې ګواښونو مخه ونیسي چې د حکومت ضد لاریونوالو په ملاتړ یې د مداخلې لپاره کړي دي.

ټاکل شوې چې نن د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا په غوښتنه د ایران په اړه بیړنۍ ناسته وکړي.

یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې د کړکېچ د زیاتوالي له امله یې له سیمې څخه د پرسونل ایستل د احتیاط په توګه پیل کړي دي.

یو لویدیځ پوځي چارواکي وویل: “ټولې نښې ښیي چې د متحده ایالاتو برید حتمي دی، خو دا هم د اوسنۍ ادارې یو طرز دی چې هرڅوک په وېره کې وساتي. ناڅاپي توب د دوی د ستراتیژۍ برخه ده.”

په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې ورته ویل شوي چې د ایران د حکومت لخوا د لاریونوالو وژل کم شوي دي.

 کله چې ترې وپوښتل شول چې چا ورته دا خبر ورکړی، هغه وویل: “د بل لوري خورا مهمو سرچینو.” خو هغه د پوځي اقدام احتمال رد نه کړ او ویې ویل چې دوی “پروسه څاري.”

دوه اروپایي چارواکو ویلي چې د امریکا نظامي مداخله ممکن په راروانو ۲۴ ساعتونو کې وشي. یو اسرائیلي چارواکي هم ویلي چې داسې ښکاري ټرمپ د مداخلې پرېکړه کړې ده، خو د برید کچه او وخت لا هم روښانه نه دي.

قطر تایید کړې چې د سیمه ییز کړکېچ په ځواب کې د “العدید” له هوايي اډې څخه د ځینو منسوبینو ایستل پیل شوي دي. بریتانیا هم له قطر څخه د خپلو ځینو کسانو د ایستلو خبر ورکړی دی.

ایران او د هغه لویدیځ مخالفین دا ناارامۍ، چې دوه اونۍ وړاندې د اقتصادي وضعیت له امله پیل شوې، د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته تر ټولو خونړۍ بولي.

 یو ایراني چارواکي ویلي چې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي، خو د بشري حقونو ډلې (HRANA) د وژل شویو لاریونوالو شمېر نېږدې ۳۰۰۰ تنه ښودلی دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوي وویل چې ایران هیڅکله له داسې پراخې ویجاړۍ سره نه و مخ شوی او پړه یې پر بهرنیو دښمنانو واچوله. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا په معاصر تاریخ کې “تر ټولو وحشیانه ځپل” بللي دي.

ټرمپ لاریونوالو ته په خطاب کې ویلي وو چې “مرسته په لاره ده”. د دې په غبرګون کې یوه جګپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته وویل چې دوی سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته په کلکه ویلي: “که امریکا ستاسو له خاورې پر موږ برید وکړي، ستاسو په هیوادونو کې به د امریکا اډې زموږ هدف وي.”

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي او د امریکا د ځانګړي استازي سټیو وېټکوف ترمنځ مستقیمې اړیکې ځنډول شوي دي.

که څه هم وضعیت کړکېچن دی او د ایران اقتصاد ته سخت زیان رسېدلی، خو لویدیځ چارواکي وایي چې داسې نه ښکاري چې د ایران حکومت دې د پاشل کېدو په حال کې وي، ځکه د دوی امنیتي ځواکونه لا هم په بشپړ ډول فعال دي.