کډوالي

په امریکا کې د کډوالو د نیولو د فدرالي عملیاتو پر مهال یو سړی وویشتل شو

انځور- ارشیف څخه، په میناپولیس کې د کډوالۍ اداره

په امریکا کې د مینیسوټا سټار ټریبیون راپور ورکړی چې د چهارشنبې په شپه د متحده ایالاتو په شمالي مینیاپولیس کې د کډوالو د نیولو د فدرالي عملیاتو پر مهال یو سړی په پښه ویشتل شوی دی. عیني شاهدانو ویلي چې دا ډزې له هغې وروسته وشوې چې فدرالي اجنټانو یو موټر تعقیب کړ.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې یوازې یوه اونۍ وړاندې د کډوالو د ادارې (ICE) یو اجنټ په همدې ښار کې یوه ۳۷ کلنه ښځه، ریني ګوډ (Renee Good)، په خپل موټر کې په ډزو وژلې وه.

ریني ګوډ د یوې رضاکارې ډلې غړې وه چې د ICE فعالیتونه یې څارل. د هغې وژنې په ټولې امریکا کې پراخ لاریونونه راپارولي دي.

ورته مهال، ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکې میاشت کې به د هغو ایالتونو فدرالي بودیجه بنده کړي چې د کډوالو په ایستلو کې له فدرالي حکومت سره همکاري نه کوي.

د کډوالو د نیولو په عملیاتو کې د تاوتریخوالي دا تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سپینې ماڼۍ او د “پناه ځای” (Sanctuary Cities) په نوم ښارونو ترمنځ کړکېچ وروستي حد ته رسېدلی دی.

د مینیاپولیس په څېر ښارونو کې، چې محلي چارواکي له فدرالي ادارو سره د کډوالو په ایستلو کې همکاري نه کوي، فدرالي اجنټان اوس په مستقیم او سختو تکتیکونو لاس پورې کوي.

 دې وضعیت نه یوازې د کډوالو ترمنځ وېره خپره کړې، بلکې د محلي پولیسو او فدرالي ځواکونو ترمنځ یې هم یو ډول قانوني او اداري واټن رامنځته کړی چې د عامه نظم ساتل یې له ننګونو سره مخ کړي دي.

له بلې خوا، د ولسمشر ټرمپ لخوا د هغو ایالتونو د بودیجې د بندولو ګواښ چې له کډوالو ملاتړ کوي، د امریکا په سیاسي فضا کې یوه نوې جګړه پیل کړې ده.

د بشري حقونو سازمانونه او مدني فعالان نیوکه کوي چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو په دې لویه پروسه کې انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کېږي او د ریني ګوډ په څېر د رضاکارانو وژل کېدل دا ثابتوي چې دا عملیات له کنټروله وتلي دي.

تمه کېږي چې د مینیاپولیس دا وروستۍ پېښه به د کډوالو ضد سیاستونو پر وړاندې د لاریونونو نوې څپه راپورته کړي او د امریکا په محکمو کې به د ټرمپ د ادارې پر ضد قانوني دعوې نورې هم زیاتې کړي.