سوداګري

د سوداګرۍ خونه: د ایران ناارامۍ  افغان سوداګر اندېښمن کړي

عکس له آرشیف څخه

 د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو او ناارامیو پراخېدو افغان سوداګر د صادراتو او وارداتو د دوام په اړه اندېښمن کړي دي.

 د دغې خونې د مدیره هیئت غړي، خان جان الکوزي ویلي چې که په ایران کې وضعیت له دې هم خراب شي، نو دا به د افغانستان پر سوداګرۍ منفي اغېز وکړي؛ خو په خبره یې، تر اوسه پورې ټولې سوداګریزې لارې او بندرونه خلاص دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې سوداګریزې لارې تړلي دي.

 د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر فرضيی کرښه د اتو ورځو نښتو وروسته، اسلام‌اباد د تګ راتګ لارې بندې کړې او پر کابل یې تور پورې کړ چې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ملاتړ کوي؛ هغه ادعا چې طالب چارواکو په وار وار رد کړې ده.

له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته، افغانستان خپل ډېری واردات د ایران د عباس بندر ته لېږدولي دي.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، پخوا به د هېواد ۴۰ سلنه واردات له دغې لارې کېدل، خو اوس د اړتیا وړ توکو لویه برخه له همدې مسیر څخه تأمینېږي.

 اوس چې په ایران کې ولسي اعتراضونه او ناارامۍ اوج ته رسېدلي، سوداګر وېره لري چې که دا لاره هم له خنډ او ځنډ سره مخ شي، نو افغانستان به د لومړنیو توکو له جدي کمښت او قیمتي سره مخ شي.

سره له دې چې طالبانو د پاکستان د لارو پر ځای د بدیلو لارو (لکه ایران او منځنۍ اسیا) د کارولو ټټر واهه، خو په ایران کې د اوسني وضعیت بې ثباتي د کابل لپاره دا بدیله لاره هم له ننګونو سره مخ کړې ده.