Uncategorized @ps

په خوست کې شخصي رسنۍ د مدرسو اړوند غونډو له پوښښ څخه منع شوې

انځور- ارشیف څخه

ځینو باوري سرچینو آمو تلویزیون ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په خوست ولایت کې د شخصي رسنیو پر خبریالانو نوی بندیز لګولی او هغوی یې د مدرسو اړوند په غونډو کې له ګډون او د دغو مراسمو له خبري پوښښ څخه منع کړي دي.

 د دغو سرچینو په وینا، طالبانو په رسمي ډول اعلان کړی چې له دې وروسته به یوازې دولتي رسنۍ اجازه ولري چې په دیني مدرسو کې جوړېدونکې غونډې او مراسم تر خپل خبري پوښښ لاندې راولي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې پر سیمه ییزو او شخصي رسنیو د محدودیتونو رپوټونه ورکړل شوي وو، خو په خوست کې دا تازه اقدام د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو ترمنځ نوې اندېښنې راپارولې دي.

تر اوسه د طالبانو ځايي چارواکو په رسمي ډول د دې پرېکړې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو دا ډول محدودیتونه د بیان د آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د فعالیتونو د لا محدودېدو په مانا ګڼل کېږي.