د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم نن یکشنبه سهار د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د عمان پلازمېنې مسقط ته تللی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زدهکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو پراخول او د اکاډمیکو اړیکو پیاوړي کول دي.
ټاکل شوې چې ندیم په دې سفر کې له عماني چارواکو سره وګوري او د دغه هېواد له یو شمېر علمي بنسټونو او څېړنیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې ندا محمد ندیم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو او د سفر د ممنوعیت په لېست کې شامل دی، خو تر اوسه روښانه نه ده چې هغه د کوم ځانګړي معافیت له مخې دغه هېواد ته سفر کړی دی.
بل خوا، د طالبانو د لوړو زدهکړو د وزیر دا سفر په نړیواله کچه له توندو غبرګونونو سره هم مخ کېدای شي؛ ځکه نوموړی د نجونو پر زدهکړو د بندیز یو له اصلي پلویانو او پلي کوونکو څخه ګڼل کېږي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ندیم په مشرۍ دغه وزارت د خپل مشر په امر د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځینه استادانو پر تدریس تر امر ثاني پورې بندیز ولګاوه.
که څه هم نړیواله ټولنه او اسلامي هېوادونه په پرلهپسې ډول په افغانستان کې د ښځو د تعلیمي حقونو د بیا اعادې غوښتنه کوي، خو ندا محمد ندیم تر دې وړاندې په خپلو ویناوو کې دا پرېکړه د کورنیو اصولو او مصلحتونو پر بنسټ بللې وه.
