منځنی ختیځ

د کردستان د آزادۍ ګوند په کرمانشاه کې د شپږو ایراني سرتېرو د وژلو ادعا وکړه

انځور- دکرستان د ازادۍ غورځنګ

 د کردستان د آزادۍ ګوند په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې چې د دغه ګوند وسله‌والې څانګې، چې د کردستان ملي سپاه نومېږي، د ایران په کرمانشاه ولایت کې د سپاه پاسداران لږترلږه شپږ غړي وژلي دي.

 دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د ایران په کرد مېشتو سیمو کې امنیتي وضعیت ډېر کړکېچن شوی دی؛ ځکه د یاد ګوند مشرتابه تېره اوونۍ په خپلو اعلامیو کې له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د ایران د حکومتي ځواکونو پر وړاندې له “فعالې دفاع” څخه کار واخلي.

 که څه هم ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د خپلو سرتېرو د وژل کېدو خبر نه دی تایید کړی، خو د دغه هېواد نیمه رسمي خبري اژانس «تسنیم» په خپلو وروستیو رپوټونو کې په سیمه کې د نښتو پخلی کړی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه له مخالفو وسله‌والو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

دا پېښه په داسې حساس وخت کې رامنځته کېږي چې ایران له یوې اوونۍ راهیسې په لسګونو ښارونو کې د حکومت ضد پراخو اعتراضونو شاهد دی، چې په ترڅ کې یې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او زرګونو نورو د نیول کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

 په دې ترڅ کې د سنندج، مهاباد او کرمانشاه په څېر کرد مېشتې سیمې د اعتراضونو په لومړۍ کرښه کې قرار لري، چې ډېری وخت پکې د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځته کېږي.

د چارو پوهان په دې باور دي چې د کردستان د آزادۍ ګوند په څېر ډلو فعالیتونه کولی شي په ایران کې روان وضعیت نور هم پېچلی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تل پر دغو ډلو له بهره د ملاتړ ترلاسه کولو تور پورې کوي، خو یادې ډلې بیا دا تورونه ردوي او خپله مبارزه د خپلو حقونو ترلاسه کول بولي.