رسنۍ

سرچینې: طالبانو په کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده

عکس از ناظره رشیدی خبرنگار بازداشت شده در قندز

په کندوز ولایت کې ځايي سرچینو تایید کړې چې د استخباراتو ځواکونو د ‘اورانوس’ ټلوېزیوني شبکې او ‘کندوز راډیو’ خبریاله، ناظره رشیدي نیولې او له ځان سره یې وړې ده.

د سرچینو په وینا، دغه ښځینه خبریاله تېره سه شنبه هغه مهال چې له خپل کور څخه د وتلو په حال کې وه، د طالبانو د استخباراتي منسوبینو لخوا ونیول شوه او نامعلوم ځای ته انتقال شوې ده.

راپورونه زیاتوي چې له هغې ورځې راهیسې د نوموړې کورنۍ د هغې د ځای او برخلیک په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، کورنۍ ته یې یوازې یو ځل د استخباراتو له لوري ټیلیفوني اړیکه نیول شوې او دا تایید شوې چې ناظره رشیدي له هغوی سره ده؛ خو د هغې د روغتیايي وضعیت او د نیول کېدو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

ناظرې رشیدي ته نږدې کسان وايي چې هغه د نیول کېدو پر مهال له ناسم روغتیايي حالت سره مخ وه او دا مهال یې د ژوند په اړه جدي اندېښنې شتون لري.

ویل کېږي چې نوموړې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده او د دوو ماشومانو سرپرستي ور په غاړه ده.

سرچینې وايي چې اغلې رشیدي تر دې وړاندې هم د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله د ناپېژانده کسانو لخوا ګواښل شوې وه.

که څه هم په رسنیو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی، خو هغې د ډېر لږ مزد په بدل کې له ځینو رسنیو سره په پټه او محدود ډول د غږیزو راپورونو په چمتو کولو کې همکاري کوله.