د بې پولې ډاکټرانو سازمان ( ام اس اف) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د جبري ایستلو وېره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره مرګونې ثابتېدای شي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانانو د ایستلو لپاره د پولیسو روان کمپاین، کډوال د روغتیايي پاملرنې او د نیول کېدو د ګواښ ترمنځ بې برخلیکه کړي دي.
په راپور کې د یوه ریکشا چلوونکي کیسه بیان شوې چې د نومبر په یوه شپه یې په ناامیدۍ سره ویل: «مېرمن مې په ماشوم ده، ایا روغتون ته یې رسولای شئ؟ که له کوره ووځو پولیس مو نیسي، هیله ده مرسته راسره وکړئ.» دا جوړه د وېرې له امله ان د بېړنۍ درملنې لپاره هم له کوره نه شوای وتلی.
بې پولې ډاکټران وايي، افغان کورنۍ اړ دي چې یا په وېره کې ژوند وکړي او یا د بېرته ستنېدو خطر ومني.
پاکستان باید ډاډ ورکړي چې هېڅوک په جبري ډول داسې شرایطو ته نه لېږل کېږي چې زیان ورته رسېږي؛ ځکه «خوندیتوب، عزت او انسانیت» اختیاري نه دي.
دغه سازمان زیاتوي چې په ژمي کې د کډوالو ډلهییز ایستل یو بشري ناورین دی.
ډېری کډوال د اسنادو د نشتوالي او نیول کېدو له وېرې ډاکټر ته نه ځي، چې له امله یې د میندوارو ښځو د ماشومانو ضایع کېدل او د ناروغیو نه درملنه زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۵ کال پورې په پاکستان کې شاوخوا ۲.۱۸ میلیونه افغانان اوسېدل، خو د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د هغوی د ایستلو لړۍ سخته کړې چې د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې، د ژمي په رارسېدو سره، دا لړۍ نوره هم ګړندۍ شوې ده.
