اې پي اژانس خبر ورکوي چې د ایران د پوځ مشر د چهارشنبې په ورځ د هغو “څرګندونو” په ځواب کې چې اسلامي جمهوریت یې په نښه کړی، د مخنیوي کوونکو پوځي اقداماتو ګواښ وکړ. د هغه اشاره په احتمالي ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداري ته وه چې ویلي یې وو، که تهران “په بې رحمانه ډول سوله ییز لاریونوال ووژني، امریکا به یې ژغورنې ته ورشي.”
د تورن جنرال امیر حاتمي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې ایران هڅه کوي د هغه څه پر وړاندې غبرګون وښيي چې دوی یې د اسراییلو او متحده ایالاتو له خوا دوه ګونی ګواښ بولي. ورته مهال د اقتصادي ستونزو له امله پیل شوي لاریونونه اوس په مستقیم ډول د ایران مذهبي حکومت ننګوي.
د خلکو د غصې د کابو کولو لپاره، ایراني حکومت د چهارشنبې په ورځ په میاشتنۍ کچه د ۷ ډالرو په ارزښت سبسیډي (مرسته) پیل کړه ترڅو د وریژو، غوښې او مکروني په څېر د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي سره مرسته وکړي. خو پلورونکي خبرداری ورکوي چې د ایراني ریال د ارزښت د لوېدو له امله ښايي د غوړیو په څېر د بنسټیزو توکو بیې درې برابره لوړې شي، چې دا به ولسي غوسه نوره هم زیاته کړي.
حاتمي، چې د تېر کال د جون میاشتې له جګړې وروسته د پوځ د عمومي قوماندان په توګه ټاکل شوی، د پوځي اکاډمۍ زده کړیالانو ته په وینا کې وویل: «اسلامي جمهوریت د ایراني ملت پر ضد د داسې څرګندونو سختېدل یو ګواښ بولي او دا به بې ځوابه پرې نه ږدي.» هغه زیاته کړه چې د ایران د وسله والو ځواکونو چمتووالی تر بل هر وخت زیات دی او د دښمن د هر ډول تېري په صورت کې به د تېري کوونکي لاس پرې کړي.
دا ګواښونه وروسته له هغه جدي نیول کیږي چې امریکايي ځواکونو په تېره اونۍ کې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، چې د تهران پخوانی متحد و، په یو لړ عملیاتو کې ونیوه.
د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (HRANA) د راپور له مخې، په تېرو ۱۱ ورځو کې د مړو شمېر ۳۶ تنو ته رسېدلی چې پکې ۳۰ لاریونوال، ۴ ماشومان او ۲ امنیتي منسوبین شامل دي. لاریونونه د ایران د ۳۱ ولایتونو څخه په ۲۸ کې خپاره شوي او تر اوسه له ۲۱۰۰ څخه ډېر کسان نیول شوي دي.
د ایران مرستیال ولسمشر محمد جعفر قایمپناه هم ویلي چې هېواد یې په یوې “بشپړې اقتصادي جګړه” کې دی او د فساد د مخنیوي لپاره یې د “اقتصادي جراحۍ” غوښتنه کړې.
