نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د وینزویلا د هغو ۵۰ میلیونو بېرلو تېلو د تصفیه کولو او پلورلو پلان اعلان کړ چې د امریکا د بندیزونو له امله په دغه هېواد کې ایسار پاتې وو. دا ګام د دې ښکارندویي کوي چې واشنګټن د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیولو وروسته، اوس د دغه هېواد له حکومت سره په همغږۍ کار کوي.
مادورو دا مهال د نیویارک په یوه زندان کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د محاکمې په تمه دی. هغه د شنبې په سهار د امریکايي ځواکونو په هغو عملیاتو کې ونیول شو چې د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې پکې شاوخوا ۷۵ کسان وژل شوي دي.
امریکا تر اوسه په رسمي ډول د خپلو تلفاتو شمېر نه دی ښودلی، خو دا یې په لاتینه امریکا کې له ۱۹۸۹ کال وروسته تر ټولو ډراماتیکه پوځي مداخله بللې ده. د وینزویلا حکومت د خپلو ۲۳ سرتېرو نومونه خپاره کړي او د یوې اونۍ ماتم یې اعلان کړی دی.
د مادورو د نیولو دا عملیات د روسیې، چین او د وینزویلا د کیڼ اړخو متحدینو لخوا غندل شوي، خو د امریکا متحدینو بیا د نړیوالو قوانینو پر مراعاتولو ټینګار کړی دی.
۶۳ کلن مادورو تېره ورځ په محکمه کې ځان بې ګناه وباله او ویې ویل چې هغه لا هم د وینزویلا قانوني ولسمشر دی. هغه په محکمه کې د زندانیانو په نارنجي جامو کې راڅرګند شو او پښې یې په زولنو تړل شوې وې.
که څه هم د وینزویلا سیاسي راتلونکی ناڅرګند دی، خو داسې ښکاري چې ټرمپ د مادورو د حکومت له پاتې چارواکو، په ځانګړې توګه له مېرمن ډیلسي روډریګز سره کار پیل کړی دی. دې چارې د وینزویلا اپوزیسیون یا مخالفه ډله نهیلې کړې ده.
ټرمپ ویلي چې د وینزویلا تېل به په مستقیم ډول امریکا ته لېږدول کیږي او د انرژۍ وزیر کریس رایټ ته یې د دې کار د سمدستي عملي کولو لارښوونه کړې ده.
ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي چې دا تېل به په بازار کې په اوسنۍ بیه پلورل کیږي او د هغې پیسې به په مستقیم ډول د ده تر کنټرول لاندې وي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکا او وینزویلا د خلکو په ګټه کارول کیږي.
د اوسنیو بیو له مخې، د دې معاملې ارزښت نږدې ۱.۹ میلیارده ډالرو ته رسیږي. امریکا لا تر اوسه د دې تېلو د نیولو لپاره قانوني چوکاټ نه دی روښانه کړی، خو پخوا یې وینزویلايي بېړۍ د بندیزونو په ماتولو تورنې کړې وې.
همدارنګه ټرمپ اشاره کړې چې امریکا به د وینزویلا د تېلو د زیربناوو په بیارغونه کې مرسته وکړي ترڅو د اکسن موبیل او شیورون په څېر لوی امریکايي شرکتونه هلته پانګونه وکړي.
تمه ده چې د دغو شرکتونو مشران په نږدې ورځو کې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.
بلخوا د اپوزیسیون مشره ماریا کورینا ماچاډو، چې د نوبل جایزه ګټونکې ده، هیله لري چې هېواد یې د امریکا په مرسته د انرژۍ په مرکز بدل شي، خو راپورونه وايي چې د امریکا استخباراتي ادارې ټرمپ ته مشوره ورکړې چې د ثبات لپاره دې د اوسني حکومت له پاتې چارواکو سره کار وکړي.
د امریکا حکومت د وینزویلا د کورنیو چارو سختدریځي وزیر ډیوسډاډو کابیلو ته هم خبرداری ورکړی چې که له دوی سره همکاري ونه کړي، نو د دوی د هدفونو په سر کې به وي.
کابیلو چې پر امنیتي ځواکونو کنټرول لري، دا مهال د مادورو له یو شمېر نورو وفادارو کسانو سره یوځای په موقتي ډول د نظم ساتلو دنده پر غاړه لري. امریکا پر وینزویلا فشار راوړی چې د چین، روسیې، کیوبا او ایران سلاکاران له هېواده وباسي.
د مادورو له نیول کېدو وروسته په وینزویلا کې د هغو کسانو د نیولو لړۍ هم پیل شوې چې له مادورو سره یې مرسته کوله. په پلازمېنه کاراکاس کې د خبري پوښښ پر مهال یو شمېر خبریالان هم د لنډ وخت لپاره نیول شوي وو. که څه هم په ښار کې د ډزو غږونه اورېدل شوي، خو د وینزویلا چارواکي ادعا کوي چې هېواد کې بشپړ آرام دی او کومه جدي نښته نه ده شوې.
