کډوالي

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې تر ۱۸۰۰ ډېر کډوال و اېستل

انځور- له ارشیف څخه، ایران وېستل شوي کډوال

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون ویلي دي چې په تېره یوه ورځ کې (دوشنبه، ۱۵ د جدي) پاکستان او ایران ۱۸۰۸ افغان کډوال ایستلي دي.

د دغه کمېسیون په وینا، له دې ډلې څخه ۱۲۱۰ کډوال له پاکستان او ۵۹۸ تنه نور له ایران څخه په جبري او اختیاري ډول ایستل شوي دي. د ویلو ده چې دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، پل ورېښم او اسلام کلا له سرحدي لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران یوه ورځ وړاندې هم ۴۵۲۰ افغان کډوال ایستلي وو؛ هغه اخراجونه چې ډېری یې په جبري ډول ترسره شوي دي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیات کسان، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي، هېواد ته ستانه کړل شوي دي. د دغه سازمان په وینا، دې لړۍ د افغانستان پر محدودو سرچینو ډېر فشار راوړی دی.

پاکستان دغه راز په دې وروستیو کې د افغان کډوالو نیول زیات کړي دي. یو شمېر کډوالو تر دې وړاندې آمو (رسنۍ) ته ویلي چې د پاکستان د پولیسو له خوا له ناسم چلند سره مخ دي.

نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې ډېری راستانه شوي کډوال له پوره اسانتیاوو پرته او په سختو شرایطو کې هېواد ته راستنیږي، او د اړینو زیربناوو نشتوالی د بې وزلۍ، بیا ځلي بې ځایه کېدو او د بشري بحرانونو خطر زیاتوي.