سیاست

ټرمپ تر وینزویلا وروسته د کلمبیا ولسمشر وګواښه او د کیوبا د پرزېدو خبرداری یې ورکړ

انځور- ارشیف څخه ، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن لخوا د وینزویلا د مشر له تښتولو وروسته، خپل کلمبیايي سیال «ګوستاوو پیټرو» وګواښه او ویې ویل چې د ده په باور په کیوبا کې به هم حکومت ډېر ژر سقوط وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې په ناوخته په (آیر فورس ون) الوتکه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

الجزیره په دې اړه خپاره کړې راپور کې وايي هغه وویل: «وینزویلا ډېره ناروغه ده. کلمبیا هم ډېره ناروغه ده، دا هېواد د داسې یو ناروغه سړي لخوا اداره کېږي چې د کوکاینو جوړول او پر امریکا پلورل یې خوښېږي. خو هغه به دا کار تر ډېره ونه کړي، دا زه درته وایم.»

راپور زیاتوي کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا هدف یې په کلمبیا کې د امریکا پوځي عملیات دي؟ هغه په ځواب کې وویل: «دا ماته ښه ښکاري.» هغه زیاته کړه چې په کیوبا کې د امریکا پوځي مداخلې ته اړتیا نشته، ځکه دغه هېواد پخپله د پرځېدو په حال کې دی.

 ټرمپ وویل: «کیوبا لوېدو ته تیاره ده… ځکه اوس هیڅ عاید نه لري. هغوی خپل ټول عاید له وینزویلا او د هغوی له تېلو ترلاسه کاوه چې اوس یې نه ترلاسه کوي.»

ټرمپ خبریالانو ته دا هم وویل چې اوس وینزویلا د امریکا په لاس کې ده، که څه هم د هغه هېواد سترې محکمې مرستیاله ولسمشره «ډیلسي روډریګز» د سرپرستې مشرې په توګه ټاکلې ده.

راپور کې وړاندې راغلي هغه یو ځل بیا ګواښ وکړ که وینزویلا «سم چلند» ونه کړي، امریکایي ځواکونه به بېرته ورواستوي. ټرمپ په نولسمه پېړۍ کې د «مونرو ډکټراین»د بیا ژوندي کولو هڅه کوي چې پر اساس یې لاتینه امریکا د متحده ایالاتو د نفوذ سیمه ګڼل کېږي. هغه خپلې دې تګلارې ته په ټوکې سره د «ډون-رو ډکټراین»نوم ورکړی دی.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورس د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۳مه  د امریکا د یو لړ بې‌ساري او حیرانونکو پوځي عملیاتو په پایله کې ونیول شول. دغه عملیات چې په (Operation Absolute Resolve) نومول شوي وو، د شپې په تیاره کې د پلازمینې کاراکاس په زړه کې ترسره شول.

امریکایي ځواکونو لومړی د کاراکاس برېښنا پرې کړه او بیا د ډیلټا فورس  په ګډون ځانګړو ځواکونو د مادورو پر مېشت‌ځای برید وکړ.

 مادورو او مېرمن یې د الوتکې په واسطه د امریکا یوې جنګي کښتۍ (USS Iwo Jima) ته انتقال شول او له هغه ځایه نیویارک ته یوړل شول، ترڅو د مخدره توکو د قاچاق او ترهګرۍ په تور محاکمه شي.