کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې ۲زره افغان کډوال واېستل

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون وايي، چې پاکستان یوازې د تېرې یوې ورځې په لړ کې (شنبه، د جدي ۱۴مه) ۲۰۱۰ افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.

په ورته مهال، ۸۶ تنه نور افغان کډوال هم له ایران څخه ایستل شوي دي، چې د راپورونو له مخې، د دغو ایستلو ډېره برخه په جبري ډول ترسره شوې ده.

ویل کېږي، چې دا کډوال د تورخم، سپین‌بولدک، پل ابریشم او اسلام‌کلا له سرحدي لارو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تر دې یوه ورځ وړاندې هم ۱۴۴۷ افغان کډوال، په جبري او اختیاري ډول، له خپل هېواده ایستلي وو.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي وو، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه له ۲ اعشاریه ۶ میلیونه څخه ډېر کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د دې سازمان په وینا، دغه بهیر د افغانستان پر محدودو سرچینو سخت فشارونه راوستي دي.

د کډوالو دا پراخه او په جبري ډول ایستنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران او د کار له نشتوالي سره مخ دی.

 نړیوالو سازمانونو په وار وار له کوربه هېوادونو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو په رڼا کې دې له افغان کډوالو سره چلند وکړي او د هغوی د ایستلو لړۍ دې په داسې ډول تنظیم کړي چې بشري ناورین رامنځته نه شي. خو پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې دا پرېکړه د دوی د امنیتي پلان برخه ده او ټول هغه کډوال چې قانوني اسناد نه لري، باید خپل هېواد ته ستانه شي.