سیاست

د واشنګټن له رسمي تایید وړاندې؛ ایران پر وینزوېلا د امریکا احتمالي برید په کلکه وغنده

انځور- د وینزویلا رسنیو څخه

العربیه راپور ورکوي چې ایران د شنبې په ورځ په یو بې ساري چټک غبرګون کې پر وینزویلا هغه څه په کلکه وغندل چې د وینزویلا پر پلازمینه کاراکاس د امریکا «پوځي تېری» یې بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي اعلامیه کې ویلي چې دا برید د نړیوالو قوانینو ښکاره تر پښو لاندې کول او د یو خپلواک هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی.

تهران دا غبرګون په داسې حال کې ښودلی چې سپینې ماڼۍ لا تر اوسه په رسمي ډول د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی او نه یې هم په اړه څه ویلي دي.

د راپورونو له مخې، نن سهار وختي د وینزویلا پلازمېنه کاراکاس د درنو چاودنو او بمبارۍ غږونو لړزولې ده. د وینزویلا حکومت ادعا کوي چې امریکايي الوتکو د ښار په ځینو مهمو برخو بریدونه کړي چې له امله یې برېښنا پرې شوې او خلکو کې سخته وېره خپره شوې ده.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو دا یو “بزدلانه برید” بللی او له خپلو متحدینو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

 د واشنګټن او کاراکاس ترمنځ اړیکې له کلونو راهیسې په نږدې دښمنۍ بدلې شوې دي. امریکا پر وینزویلا سخت اقتصادي بندیزونه لګولي او مادورو یو “دیکتاتور” بولي. واشنګټن تل هڅه کړې چې په دغه هېواد کې د نظام د بدلولو لپاره له اپوزیسیون څخه ملاتړ وکړي.

د راپور له مخې د ننني برید احتمالي هدف هم د مادورو د حکومت کمزوري کول او د هغوی د دفاعي سېسټمونو له منځه وړل ښودل کېږي.

دا دیپلوماتیک تقابل وروسته له هغه زور اخلي چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خورا توند بیان کې ایران ته خبرداری ورکړ چې که د دغه هېواد حکومت د لاریونوالو ځپلو ته دوام ورکړي، واشنګټن به په هېڅ صورت غلی پاتې نشي او د معترضینو ملاتړ به وکړي.

ټرمپ دا ګواښ په داسې حال کې کړی چې په ایران کې له څو ورځو راهیسې پراخ لاریونونه روان دي او د رارسېدلو راپورونو له مخې، تر دې دمه پکې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

له بل پلوه د ایران د ملي امنیت عالي شورا د ټرمپ خبرې د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وبلله او د امریکا ولس ته یې خطاب وکړ چې د خپلو هغو پوځیانو د ژوند په اړه دې وېره ولري چې په سیمه کې مېشت دي، ځکه د ایران په وینا، د امریکا هر ډول لاسوهنه به د هغوی سرتېري له جدي خطر سره مخ کړي.

اوس داسې ښکاري چې ایران په وینزویلا کې د ننني احتمالي برید په غندلو سره هڅه کوي واشنګټن ته وښيي چې دوی به د خپلو متحدینو په وړاندې د امریکا د هر ډول پوځي خوځښتونو په مقابل کې کلک غبرګون وښيي، که څه هم واشنګټن لا تر اوسه د کاراکاس د پیښو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.