رسنۍ

رسنۍ: پاکستان اته تنه خبریالان او شنونکي په عمر قید محکوم کړل

انځور- ارشیف څخه

د پاکستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د جمعې په ورځ اته تنه خبریالان او د ټولنیزو رسنیو فعالان په غیابي ډول د عمر قید په سزا محکوم کړل. دا کسان د زنداني شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ او په انټرنیټ کې د خلکو د هڅولو له لارې په ترهګریزو فعالیتونو تورن شوي دي.

په دې اړه د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې دا محکومیتونه د ۲۰۲۳ کال د مې میاشتې د نهمې نېټې له هغو تاوتریخجنو لاریونونو سره تړاو لري چې د عمران خان له لنډمهاله نیول کېدو وروسته پیل شول او پلویانو یې پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.

راپورونه زیاتوي له هغې پېښې راهیسې، د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان د ګوند او د نظام د مخالفانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي او سلګونه کسان یې د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې محاکمه کړي دي.

رسنۍ وايي محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي چې د دغو تورنو کسانو کړنې د پاکستان د قوانینو له مخې د ترهګرۍ په چوکاټ کې راځي. په حکم کې راغلي چې د دوی له خوا په انټرنیټي پاڼو کې خپرو شویو مطالبو په ټولنه کې وېره او ناارامي خپره کړې وه.

د راپورونو پر بنسټ د محکمې د پرېکړې له مخې، په محکوم شویو کسانو کې مشهور خبریالان لکه وجاهت سعید خان، صابر شاکر، شاهین سهبای، معید پیرزاده او پخواني پوځي افسران عادل راجا او سید اکبر حسین شامل دي. چې دا کسان دا مهال له پاکستانه بهر دي او د محکمې د کار په جریان کې حاضر نه وو.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې لا پخوا دا ډول څېړنې د ازادو راپورونو په وړاندې د غچ اخیستنې یو ګام بللی و. دغې کمېټې له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د رسنیو پر وړاندې د وېرې، ګواښ او سانسور لړۍ بنده کړي.

محکمې د عمر قید ترڅنګ پر یادو کسانو نغدي جریمې هم لګولي او حکم یې کړی چې که دا جریمې ورنه کړي، د بند موده به یې نوره هم زیاته شي. د یادونې وړ ده چې د ترهګرۍ ضد محکمې دا پرېکړه به د وروستي تایید لپاره د اسلام اباد عالي محکمې ته لېږل کېږي.