د طالبانو ویاند په یوه تازه مرکه کې ادعا کړې چې پاکستان د متحده ایالاتو په ګډون د ځینو لویو قدرتونو په همکارۍ هڅه کوي په افغانستان کې ثبات له منځه یوسي.
ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د پاکستان ځینې پوځي کړۍ د متحده ایالاتو په غوښتنه هڅه کوي سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان ناامن کړي.
هغه په دې اړه وویل: «د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ د لویو قدرتونو په غوښتنه او همکارۍ د افغانستان د بېثباته کولو په هڅه کې دي. کله چې متحده ایالات د بګرام موضوع مطرح کوي، ورسره جوخت د پاکستان له لوري د افغانستان د بېثباتۍ بحث هم مخې ته راځي؛ دا ښيي چې امریکا او د پاکستان ځینې پوځي کړۍ په افغانستان کې په همغږې توګه خپلې موخې پالي.»
د نوموړي په وینا، د طالبانو اداره په هیڅ هېواد پورې تړلې نه ده او اسلاماباد باید نور پر کابل د تسلط خوبونه ونه ویني.
د طالبانو ویاند په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړ، خو بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان خاوره په پراخه کچه د ترهګرو ډلو له خوا د پاکستان په ضد کارول کېږي.
طاهر اندریابي د طالبانو له لوري په افغانستان کې د امنیت ضد ډلو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې له هغوی وغوښتل چې د پاکستان په ضد د افغان خاورې د نه کارولو په اړه لیکلې ژمنه ورکړي.
هغه وویل: «له افغانستان څخه زموږ غوښتنه روښانه ده؛ اجازه مه ورکوئ چې ترهګر ستاسو له خاورې د پاکستان په ضد فعالیت وکړي. دا کسان د پاکستان وګړي نه دي، بلکې تر اویا سلنې ډېر یې افغانان دي. موږ اوس د یوې لیکلې ژمنې په تمه یو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان خاوره زموږ په زیان نه کارول کېږي.»
د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو درېیو میاشتو کې له بېساري لوړو او ژورو سره مخ دي. د پاکستان پوځ فرضي کرښې ته څېرمه د افغانستان پر ولایتونو د هوايي بریدونو ترڅنګ، د لومړي ځل لپاره کابل او کندهار هم په نښه کړل.
د دواړو لوریو ترمنځ په دوحه، استانبول او ریاض کې د خبرو اترو څلور پړاوونه بېپایلې پای ته رسېدلي او ترمنځ یې ترینګلتیاوې لا هم په خپل ځاي پاتې دي.
