منځنی ختیځ

په ایران کې د لاریونونو پنځمه ورځ؛ تازه نښتو کې شپږ کسان وژل شوي

انځور- ارشیف ټولنیزې رسنۍ د تهران وروستۍ وضعیت

په داسې حال کې چې په ایران کې د انفلاسیون (ګرانۍ) له امله پیل شوي لاریونونه په زیاتیدونکي توګه سیاسي بڼه غوره کوي، د پنجشنبې په ورځ په دریو ښارونو کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې شپږ تنه ووژل شول. دا د دغو لاریونونو له پیل راهیسې د لومړنیو مرګ‌ژوبلو راپورونه دي.

دا لاریونونه تېره یکشنبه په تهران کې وروسته له هغه پیل شول چې دوکاندارانو د لوړو بیو او اقتصادي رکود په غبرګون کې کاربندیز وکړ، خو وروسته د هیواد نورو برخو ته هم وغځېدل. په ځینو لاریونونو کې د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنه يي پر ضد شعارونه ورکړل شول او د نظام د نسکورېدو غوښتنه وشوه.

د ایران دولتي خبري اژانس «فارس» د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د «چهارمحال او بختیاري» ولایت په لوردهګان ښار کې دوه کسان او په ګاونډي ولایت «لرستان» کې په ازنا ښار کې درې تنه په نښتو کې وژل شوي دي.

دغه راز دولتي ټلویزیون د پنجشنبې په سهار خبر ورکړ چې د چهارشنبې په شپه د لرستان په کوهدشت ښار کې د امنیتي ځواکونو یو غړی وژل شوی دی.

د دغه ولایت مرستیال والي، سعید پورعلي وویل: «یو ۲۱ کلن بسیجي سرتېری تېره شپه د عامه نظم د ساتنې پر مهال د بلواګرو له خوا ووژل شو.» نوموړي زیاته کړه چې په کوهدشت کې د لاریونونو پر مهال ۱۳ پولیس او بسیجي سرتېري په ډبرو ویشتل شوي او ټپیان شوي دي.

 د «تسنیم» خبري اژانس د راپور له مخې، د استخباراتي او امنیتي بنسټونو په همغږو عملیاتو کې په تهران کې ۳۰ کسان د «عامه نظم د اخلال» په تور نیول شوي دي. دغه راز اووه نور کسان په امریکا او اروپا کې د «اسلامي جمهوریت له مخالفو ډلو» سره د تړاو په تور نیول شوي چې ګواکې د لاریونونو د تاوتریخوالي ماموریت ورسپارل شوی و.

دا لاریونونه د ۲۰۲۲ کال د هغو پراخو اعتراضونو په پرتله کوچني دي چې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي وو. په پلازمېنه کې اوسني لاریونونه په سوله ییز ډول پیل شول خو وروسته له هغه توند شول چې د سه شنبې په ورځ د لږترلږه لسو پوهنتونونو محصلین ورسره ملګري شول.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ترینګلتیا د کمولو په موخه د لاریون کوونکو غوښتنې «قانوني» وبللې او پر حکومت یې غږ وکړ چې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي. خو ورسره سم، چارواکو د «ګډوډۍ رامنځته کوونکو» پر وړاندې د سخت چلند خبرداری هم ورکړی دی.

د ایران د احصایې د رسمي مرکز له مخې، په ډسمبر میاشت کې د انفلاسیون کچه ۵۲ سلنې ته رسیدلې او د ایران ملي اسعارو (ریال) په تېر کال کې د ډالر پر وړاندې خپله دریمه برخه ارزښت له لاسه ورکړی دی.