د سویس پولیس په دې باور دي چې د کرینز مونټانا په تفریحي ښارګوټي کې د نوي کال د شپې د لمانځلو پر مهال په یوې اورلګېدنې کې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي؛ دا خبر د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خپور کړی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې ګومان نه کېږي دا اورلګېدنه دې په قصدي ډول شوې وي. په اعلامیه کې راغلي چې د مړو شویو کسانو پېژندنه د سختو سوځېدلو له امله سمدستي شونې نه ده.
پولیسو تر دې وړاندې ویلي وو چې د سویس په دغه لوکس ښارګوټي کې په یوه ګڼه ګوڼه لرونکي هوټل کې د اور لګېدو له امله په لسګونو کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د سویس په سویل لویدیځ کې د والیس سیمې د پولیسو قوماندان فریډریک ګیسلر خبریالانو ته وویل چې ګومان کېږي په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
کله چې خلک د نوي کال د رارسېدو په لمانځلو بوخت وو، په یوه هوټل کې چې سیلانیان په کې ډېر وو، د نامعلوم علت له امله اور ولګېد. پولیسو دا پېښه ډېره جدي بللې او ویلي یې دي چې په سیمه کې د ژغورنې لوی عملیات روان دي.
د پولیسو، اور وژونکو او د ژغورنې د کارکوونکو یوه لویه ډله سمدستي سیمې ته رسېدلې ترڅو له قربانیانو سره مرسته وکړي، او دا عملیات لا هم دوام لري.
په سیمه کې یو تن ډاکټر او ځايي رسنیو هم تایید کړې ده چې د مړو شمېر ښايي لسګونو ته ورسېږي او ځینو سرچینو دا شمېره ۴۰ مړه او ۱۰۰ ټپیان ښودلې ده.
د سویس رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې یوه ودانۍ په اور کې سوځي او خلک په تیاره کې په چیغو سره تښتي. ځینې سرچینې وايي اور ښايي د کنسرت پر مهال د اورلوبو له امله لګېدلی وي، خو پولیس وايي علت یې لا هم نه دی څرګند.
د پولیسو ویاند وایي چې لومړی یوې نامعلومې چاودنې سیمه لړزولې ده. دا چاودنه د شپې په یوه نیمه بجه په هغه هوټل کې شوې چې تر ۱۰۰ زیات کسان پکې د نوي کال د جشن لپاره راټول شوي وو.
پولیسو سیمه په بشپړ ډول د خلکو پر مخ تړلې ده او د کرینز مونټانا پر فضا یې د الوتنو بندیز هم لګولی دی.
