سیاست

هبت‌الله د طالبانو ۱۵ چارواکي په نویو دندو وګومارل

انځور- هبت الله اخندزارده ارشیف څخه

د طالبانو رهبر هبت‌الله اخندزاده په یو فرمان کې درې والیان، دوه مرستیال والیان او د طالبانو شپږ امنیتي او دفاعي چارواکي په نویو دندو وګومارل.

د هغې خبرپاڼې پر بنسټ چې د طالبانو د ویاند له خوا خپره شوې، د جوزجان پخوانی والي ګل حیدر شفق د بامیان د والي په توګه او د بامیان پخوانی والي عبدالله سرحدي د جوزجان د والي په توګه ګومارل شوی دی. ورسره جوخت، د طالبانو د البدر قول اردو قوماندان احمدشاه دین‌دوست د سرپل د والي په توګه معرفي شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ارکان رئیس انذرګل عبدالله د لغمان د مرستیال والي، د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې رئیس غلام الرحمن حیدري د ننګرهار د مرستیال والي، د سرپل د لوا د ټولي قوماندان مخدوم عبدالخبیر په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قوماندان، په کندز کې د طالبانو د استخباراتو پخوانی رئیس د لغمان ولایت د امنیه قوماندان، د کندهار د میوند ولسوال عبدالله د سپین بولدک په تګلوري کې د کمیسار، د کندهار زون د حمایوي کنډک قوماندان سید محمد وارث په همدې ولایت کې د میوند د ولسوال او په کندهار کې د طالبانو د اتمې حوزې آمر احمدالله سالم د کندهار زون د حمایوي کنډک د قوماندان په توګه ګومارل شوي دي.

د طالبانو رهبر په داسې حال کې خپل دغه چارواکي تبدیل کړي چې د تېرو څه باندې څلورو کلونو په ترڅ کې، هغه په ګڼو فرمانونو کې د طالبانو چارواکي یوازې له یوه موقف څخه بل ته انتقال کړي دي؛ هغه اقدام چې له غبرګونونو سره هم مخ دی.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې د طالبانو کابینه تر ډېره له یوه قوم او د طالبانو له غړو جوړه ده. د طالبانو په کابینه کې هېڅ ښځه رول نلري.

د کارپوهانو په وینا، په ملکي او نظامي ادارو کې ټولې دندې د طالبانو د غړو ترمنځ وېشل شوې دي او په ورته وخت کې طالبان په ټیټو بستونو کې د جمهوریت د وخت د هغو دولتي کارمندانو د کمولو په هڅه کې دي چې په دندو ګومارل شوي وو، ترڅو خپل کسان د هغوی پر ځای وګوماري.