د رویټرز اژانس د خبر له مخې اوکرایني او اروپایي چارواکو د مسکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې اوکراین پدې اونۍ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو شخصي استوګنځی په بې پیلوټه الوتکو (ډرون) نښه کړی دی. دا یوه داسې پېښه ده چې نوي کال ته په ننوتلو سره د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې خبرې اترې له ګواښ سره مخ کوي.
د دوشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ادعا وکړه چې اوکراین د “نوګورود” په شمالي سیمه کې د پوتین پر استوګنځي د لسګونو ډرون الوتکو په واسطه د برید هڅه کړې او زیاته یې کړه چې مسکو به د دې په پایله کې د مذاکراتو په اړه پر خپل دریځ بیا کتنه وکړي.
خو د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د متحده ایالاتو ملي امنیتي چارواکو موندلې چې اوکراین پوتین یا د هغه کوم استوګنځی نه دی نښه کړی. دغه راپور د (سي آی اې ) د یوې ارزونې پر بنسټ دی چې په کې ویل شوي د پوتین د په نښه کولو هیڅ ډول هڅه نه ده شوې.
د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پیل کې د روسیې له ادعا سره خواخوږي وښوده او خبریالانو ته یې وویل چې پوتین ورته د دې پېښې په اړه ویلي او دی پرې “ډېر غوسه” دی. خو تر چهارشنبې پورې هغه ډېر شکمن ښکارېده او په خپلو ټولنیزو رسنیو کې یې د نیویارک پوسټ هغه سرمقاله شریکه کړه چې روسیه یې په اوکراین کې د سولې د مخنیوي په هڅه تورنوله.
اوکراین دغه برید په کلکه رد کړی او دا یې د روسیې د “ناسمو معلوماتو کمپاین” بللی چې موخه یې د کییف او واشنګټن ترمنځ د فاصلې پیدا کول دي.
اوکراین اروپایي ټولنې ته په یوه مفصل راپور کې ویلي چې روسیه غواړي هغه هوکړې “سبوتاژ” کړي چې د فلوریډا په ناسته کې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ شوې وې.
د اروپایي ټولنې لوړپوړې ډیپلوماتې، کاجا کالاس، د روسیې ادعاوې “قصدي تېر ایستنه” وبلله او ویې ویل چې هیڅوک باید د متجاوز لوري بې بنسټه ادعاوې ونه مني.
د روسیې د دفاع وزارت یوه ویډیو خپره کړې چې په کې د یوې رانسکورې شوې ډرون الوتکې پاتې شوني ښکاري. دوی ادعا کوي چې دا د اوکرایني “چاکلون-وي” ډرون برخې دي چې ۶ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي یې لېږدول. خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت دا ویډیو رد کړې او ویلي یې دي چې “بشپړ ډاډ” لري چې هیڅ برید نه دی شوی.
دا بحثونه په داسې حال کې روان دي چې د لوېدیځ استخباراتي چارواکي په پټه استدلال کوي چې روسیه هڅه کوي د واشنګټن لخوا د هغو نورو فشارونو مخه ونیسي چې مسکو د سولې معاملې ته اړ باسي.
